د نړۍ تر ټولو لوی او د استانبول دریم هوايي ډګر پرانیستل کیږي.

د استانبول دریم هوايي ډګر د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې نن د ځانګړو مراسمو په ترځ کې پرانیستل کیږي

1077693
د نړۍ  تر ټولو  لوی او د استانبول دریم  هوايي ډګر پرانیستل کیږي.

   

د نړۍ  په کچه تر ټولو  لوی  د استانبول  د دریم  هوايي  ډګر  لومړنۍ  برخه  نن  د اکتوبر ۲۹ مه د ولسمشر اردوغان  او نړۍ  د څو هیوادونو د مشرانو په ګډون د ځانګړو مراسمو سره  پرانیستل کیږي.

د استانبول  دریم هوايي  ډګر  چې  د ۷۶ عشاریه ۵ میلیونه متر مکعب سیمې  د پاسه جوړ شوی دی  یواځې  په لومړنۍ  برخې  چې  نن  په فعالیت  پيل کوي  ۶ میلیارده ایرو  پانګه اچونه شوې.

د ویلو ده چې د هوايي ډګر  پاتې  برخې به   تر ۲۰۲۳ کاله پړاو په پړاو  په فعالیت پيل وکړي.

د استانبول  دریم هوايي ډګر  د شپږو یو بل نه د خپلواکه  ځغاست لیکو، په یو وخت کې د ۵۰۰ الوتکو ، ۷۰ زره موټرو لپاره تم ځای او په کال کې  د ۲۰۰ میلیونو تنو مساپرو د انتقال  په ظرفیت د نړۍ  تر ټولو لوی هوايي ډګر په توګه جوړ شوی دی.

د استانبول  د دریم  او نړۍ  تر ټولو  د لوی هوايي ډګر د پرانیستو په مراسمو کې چې نن  ماښام په ترسره شي  د نړۍ  د یو زیات شمیر هیوادونو مشران به ګډون وکړي.

د استانبول  د دریم  هوايي ډګر نه به لومړی  د اکتوبر په ۳۱ مه نیټه  کورنۍ  الوتنې  او د نوامبر په لومړۍ نيټه به لومړنی بهرنۍ  الوتنه  شمالي قبرس ترک جمهوریت او اذربایجان ته ترسره شي.

ویل کیږي  د کال  تر پایه به د نوموړي  هوايي ډګر نه د ورځې  ۲ زره الوتکې  الوتنې وکړي.

په نوي  هوايي ډګر کې  به  ۲۵۰ هوايي کرښو شرکتونه  خدمات وړاندې  کړي.

د ویلو ده چې  په نوي  هوايي ډګر کې به په امنیتي  برخو کې د ځايي  تکنالوژۍ او رادارونو نه  کار واخیستل شي.



اړوند خبرونه