اردوغان : د قاشقچي د جنایت تورتم مخ به هم روښانه کړو

اردوغان : د قاشقچي د جنایت په اړه مو معلومات د ټولې نړۍ سره شریک کړي دي

1074718
اردوغان : د قاشقچي د جنایت تورتم مخ به هم  روښانه کړو

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د جمال قاشقچي د جنایت  روښانه کول زمونږ  مسئولیت  دی . د نوموړي  جنایت د ټولو اړخونو او تورتم  مخ  د روښانولو په خاطر به  ترلاسه کیدونکي شواهد  او دلایل  د ټولو سره  وخت په وخت شریک کړو.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د ولسمشرۍ ماڼۍ  د کولتور او کانګرو په مرکز کې  جوړه شوې  د عالي محکې په سمپوزیم کې وکړې.

ولسمشر اردوغان وویل چې  د سعودي عربستان ژورنالست  جمال قاشقچي  د جنایت ټول اړخونه لا تر اوسه پورې روښانه شوي ندي. مونږ  ددې جنایت  هر اړخ راسپړو. دا مسله  نن ورځ  په یوې نړۍوالې مسلې بدله شوې ده. ټوله نړۍ دا مسله  د نږدې نه تعقیبوي.

ولسمشر وویل چې  ترکیې  پدې وروستیو ۱۶ کلونو کې  د قضا نه نیولې تر اقتصاده  په هره برخه کې جدي اصلاحات رامنځته کړي دي. ترکیه نن ورځ  یو با ثباته  او نورو ته  ډاډ ورکوونکي هیواد باندې بدله شوې ده.

هغه وویل نن ورځ چې د نړۍ په هر ګوټ کې  ظلم وي  د حل په خاطر يي  د خپل وس او توانه پورې هلې ځلې کوي.

مونږ  یواځې د خپل ځان لپاره نه بلکې د ټولو لپاره د عدالت غوښتنه کوو. مونږ  د انسان لخوا د مادي ګټو او منافعو په خاطر د انساني ارزښتونو د قرباني کولو د مخنیوي په خاطر  مبارزه کوو.

د قاشقچي  د پيښې نه د مثال په توګه یادونه کولای شو. هغه وویل چې پدې پیښه کې  مونږ  په هیچا تهمت  ندی کړی  یواځې او یواځې  د نوموړي جنایت د روښانولو په خاطر  کار کړی دی.

د نوموړي جنایت په اړه  د امنیت، استخباراتو  او قضايي ارګانونو لخوا ترسره شوي ټول  اسناد شواهد او دلایل مو د نړۍوالې ټولنې سره شریک کړي دي.

دا کار مونږ  یواځې  د قاشقچي لپاره نه چې زمونږ  د پولو په منځ کې په ډیرې بې رحمانه توګه  وژل شوی دی، دا کار مونږ  د عدالت پر وړاندې د خپل مسئولیت د ادا کولو په خاطر کوو.

ددې جنایت د تورتم  مخ  د روښانولو په خاطر  به  تحقیقاتو ته دوام ورکړو. د نوو معلوماتو د ترلاسه کیدو پر وخت به دا معلومات  د ټولو سره  شریک کړو.

د یادولو وړ ده چې د سعودي عربستان  منتقد او مخالف ژورنالست  جمال قاشقچي  د اکتوبر په دویمه نیټه  په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته د ننوتو نه وروسته تري تم شو. سعودي عربستان ددې پیښې نه ۱۸ ورځې وروسته  د هغه په وژنې اعتراف وکړ.

سعودي عربستان وویل چې  قاشقچي د قونسلګرۍ په منځ کې  د فزیکي نښتې په پایله کې ژوند  د لاسه ورکړی دی.

ولسمشر اردوغان  تیره ورځ په ملي شورا کې د خپل ګوند غونډې ته د اونیزې وینا په ترڅ کې  د نوموړي جنایت  په اړه  ټولو ته  هر اړخیز معلومات ورکړل.

ولسمشر اردوغان ویلي وو چې دا یو پلان شوی جنایت  دی. د ولسمشر اردوغان دې څرګندونو  چې د نړۍ د ټولو خبري اژانسونو لخوا په ژوندۍ بڼه خپرې دې په نړۍ ډیرې سختې اغیزې وکړې.



اړوند خبرونه