د قاشقچي د جنایت په اړه د ولسمشر اردوغان مهمې څرګندونې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د سعودي عربستان پر حکومت غږ وکړ چې راځۍ د جمال قاشقچي د جنایت شکمن  کسان  په استانبول کې محاکمه کړو.

1073958
د قاشقچي  د جنایت په اړه د ولسمشر اردوغان مهمې څرګندونې

د ترکیې ولسمشر او د عدالت او پراختیا ګوند مشر رجب طیب اردوغان نن  په ملي شورا کې د خپل ګوند  غونډې ته په وینا کې ډيرې مهمې څرګندونې وکړې.

د ویلو ده چې ټولې نړۍ  سترګې او پام  د ولسمشر اردوغان ننۍ وینا ته اوښتې وې.

ولسمشر اردوغان په خپله دې وینا کې  په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې  د جمال قاشقچي د ترسره شوي جنایت  په اړه  هر اړخیز معلومات ورکړل.

ولسمشر اردوغان وویل چې د قاشقچي  پیښه يي  د پيل نه تر پایه پورې ارزولې او تحقیقات  يي کړي دي. دا په اصل کې یو پلان شوی جنایت وو. د جمال قاشقچي د وژل کیدو نه مخکې  لومړی  د سعودي عربستان نه د جنرالانو، عدلي طب متخصصینو او استخباراتو کارکوونکو په ګډون یوه ۱۵ کسیزه ډله  د ترسره کیدونکي جنایت  د نښو او نښانو  د ورکولو  په خاطر  استانبول ته راغلي وو. نوموړې ډلې  د قاشقچي نه مخکې قونسلګرۍ ته  ننونې وې.

نوموړو ددې جنایت په اړه  د پخوا نه ډیر کار کړی وو.

ولسمشر اردوغان وویل چې د سعودي عربستان حکومت لومړی د جمال قاشقچي  وژل په کلکه توګه رد کړل خو کله چې مو ورته  غوڅ  دلایل  ولیږل  بیا  ددې خبرې منلو ته  مجبور شول.

د پيښې په اړه راټولو شوي اسناد او شواهد  جمال قاشقچي په ډیره بې رحمانه توګه  د وژل کیدو  ښکارندويي کوي. ددې جنایت  پټ پاتې کیدو  د انسانیت  وجدان  ټپي کولو.

سعودي عربستان ددې جنایت  د منلو سره  یو ډیر مهم ګام  اوچت کړی دی.

ولسمشر اردوغان وویل چې د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز ویلي دي چې  د نوموړې پيښې په تړاو يي ۱۸ تنه نیولي دي. ولسمشر اردوغان  وویل چې زه  د سعودي عربستان پر حکومت غږ کوم چې راځۍ دا کسان په استانبول کې محاکمه کړو. سعودي حکومت  ویلي دي چې  د شکمنو  ۱۸ تنو ۱۵ تنه يي د جنایت پر ورځ په استانبول کې سره راټول شوي وو. دا چې  دې کسانو دا جنایت د چا په امر کړی دی  او ولې د سعودي عربستان قونسلګري  د اوږدې مودې وروسته د پلټنو لپاره پرانيستل شوه؟

مونږ  د یو عادي کس په اړه بحث نه کوو. نوموړي باید په ترکیه کې خپل همکاران مونږ  ته وښاييي.هیڅوک باید  داسې فکر ونکړي چې  مونږ به ورسره  حساب نه کوو. دا ډول  یو جنایت د یو څو تنو  استخباراتو کارکوونکو لخوا ترسره کیدل  ناممکنه خبر ده.

ولسمشر اردوغان وویل چې  د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان د صمیمیت په اړه  هیڅډول تردد نه لرو. خو لږ تر لږه  مونږ  ددې مسلې تعقیب نه لاس نه اخلو.



اړوند خبرونه