د ترکیې او امریکا ولسمشرانو د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې

د ترکیې او امریکا ولسمشرانو ټیلیفوني خبرې وکړې

1073021
د ترکیې او امریکا ولسمشرانو د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر دونالد ټرمپ سره  د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیو  دفتر د معلوماتو له مخې  پدې ټیلیفوني خبرو کې  د دوه اړخیزو اړیکو سربیره  د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزې، سعودي ژورنالست جمال قاشقچي په مسلې او د سوریې په وروستیو پرمختګونو بحث او تبادل د نظر وشو.

د ویلو ده چې  ولسمشر اردوغان  او ټرمپ  په ترکیه کې  د جاسوسي په تور  د یوې مودې لپاره  د زنداني کیدو نه وروسته د خوشې شوي امریکايي راهب اندریو برنسون د مسلې په حقوقي بهیر، د ترکیې او امریکا ترمنځه  په همکاریو ، په هره برخه کې د اړیکو د نورمالیدو  او ودې او د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان په ګډون د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې په همکارۍ خبرې وکړې.

د ترکیې او امریکا  ولسمشرانو د جون په میاشت کې د دواړو هیوادونو لخوا د منبیج په اړه د لاسلیک شوي مطابقت  هر څه ژر د عملي کولو پر اهمیت ټینګار وکړ  او د سپټمبر په ۱۷ مه د ترکیې او روسیې ترمنځه د ادلب په اړه  د لاسلیک شوي مطابقت په مسلې هم  خبرې وکړې.

ولسمشر اردوغان  او ټرمپ  د اکتوبر په دویمه نیټه  په استانبول کې د  سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې  د وژل شوي  سعودي مخالفت  ژورنالست  جمال قاشقچي  د پيښې د روښانه کولو د مسلې په اړه  په همکارۍ  ټینګار وکړ.



اړوند خبرونه