ولسمشر اردوغان مالدیوا ته سفر وکړ

د ترکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان مولدیوا ته  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان  په اړه خبرداری ورکړ.

1070669
ولسمشر اردوغان مالدیوا ته سفر وکړ
dodon-erdogan2.jpg
dodon-erdogan1.jpg

 

ولسمشر اردوغان د مولدیوا  د ولسمشر ایګور دودون  په رسمي بلنه  نوموړي هیواد کې خپل لومړنی  رسمي سفر ترسره کړ.

د مولدیوا  ولسمشر ایګور دودون د خپلې میرمنې سره  یو ځای  په هوايي دګر کې ولسمشر اردوغان  ته هر کلی ووایه. وروسته  کوربه ولسمشر او میرمن يي  ولسمشر اردوغان او میرمنې  آمنې اردوغان ته  د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې  په رسمي توګه ښه راغلاست ووایه.

د ښه راغلاست  او هر کلي د رسمي مراسمو نه وروسته  دواړو مشرانو دوه په دوه او بیا د هیتانو ترمنځه په لیدنه کې ګډون وکړ.

په لیدنو کې  په دوه اړخیزو اړیکو، سیمه ایزو مسلو او په سر کې  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان په ګډون  د ترهګرۍ پر خلاف د مبارزې په برخه کې خبرداری ورکړ.

همداشان  د ترکیې او مالدیوا ترمنځه  د دواړو هیوادونو ترمنځه د حیاتي ارزښتونو په مسله کې پرته  د ځنډه  د مرستې په ګډون  یو هر اړخیز ستراتیژیک شراکت  اعلامیه  لاسلیک شوه.

ولسمشر اردوغان  په خپله وینا کې  د فتح الله ترهګریز سازمان  پر خلاف د مبارزې نه یادونه وکړه. هغه وویل چې  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان پر خلاف  د مبارزې په برخه کې  د مولدیوا  نه  د هر اړخیزې مرستې  غوښتنه وکړه.

هغه وویل چې  فتو ترهګري سازمان  د ترکیې په وسله وال پوځ، امنیتي ارګانونو، قضايي ارګانونو په ګډون د دولت په ټولو برخو کې  ریښې  ځغلولې  وې.

دا ترهګرې ډله  اوس  په مالدیوا کې  غواړي په عینې شکل سره  ریښې وځغلولي. دا خبره  د احتمال نه  ډیره لرې نده چې  پدې هیواد کې هم  ورته  ګامونه  اوچت کړي.

ولسمشر اردوغان  د دواړو هیوادونو ترمنځه  د اړیکو په اړه وویل چې  د ترکیې دوه دولتي بانکونه  خلق  او زراعت بانکونه  به  په ډیر نږدې راتلوونکې کې  په مولدیوا کې څانګې  پرانیزي.

د بله پلوه  د مولدیوا  ولسمشر  دودون  بیا وویل چې ترکیې  هم  د مالدیوا  کې  د رفاح  او ثبات په ټینګښت او هم  د ګاګاوز د ستونزې  په حل کې ډیر مهم  رول  لوبولی دی.

ترکیه د ملي ګټو په حفاظت  او ښه اړیکو د جوړولو په مسله کې  نمونه د مثال هیواد دی.

ترکیې  د مالدیوا د ودې او پرمختګ  په برخه کې  ډیره زیاته مرسته کړې ده . ترکیې د مالدیوا د ثبات او استقرار په ټینګښت کې  ډیر مهم  رول لوبولی دی.

همداشان هغه ژمنه وکړه چې د ګاګاوز د خودمختارۍ په مسله کې به د اساسي قانون له مخې  حرکت وکړي او دا ستونزه به حل کړي.

د ویلو ده  چې ولسمشر رجب طیب اردوغان به  د مالدیوا په پلازمینه  کیشینف کې  په ۲۰۰۹ کال کې  د کودتا په پایله کې  ویجاړه شوې  د ولسمشرۍ ماڼۍ چې بیرته د ترکیې لخوا بیا رغول شوې ده  د پرانیستو په مراسمو کې ګډون وکړي.

 



اړوند خبرونه