د ترکیې ولسمشر د امریکا د بهرنیو چارو وزیر حضور ته قبول کړ

ولسمشر اردوغان د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره ولیدل

1070271
د ترکیې ولسمشر  د امریکا د بهرنیو چارو وزیر حضور ته قبول کړ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب  اردوغان  د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو  حضور ته قبول کړ.

ولسمشر اردوغان  د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره  د انقرې د ایسن بوغا په هوايی ډګر کې لیدنه وکړه.

لیدنې پوره ۴۰ دقیقې  دوام لري.

د امریکا  د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو  د سعودي عربستان د تري تم شوي ژورنالست جمال قاشقچي  د مسلې په اړه  د سعودي عربستان نه وروسته  ترکیې ته راغی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر  نن د سهار په ۹ بجو او ۴۵ دقیقو انقرې ته راورسید.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  چې  مالدیویا ته د سفر په خاطر  هوايي ډګر ته تللی وو په هوايی ډګر کې  د امریکا  د بهرنیو چارو وزیر  سره  لیدنه وکړه.

پدې لیدنه کې  د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو ، د ملي استخباراتو د تشکیلاتو رئیس  حاکان فیدان  او د ولسمشر اردوغان ویاند  ابراهیم قالن هم  ګډون کړی وو.

لیدنې پوره ۴۰ دقیقې دام لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر  به  د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر  مولود چاوش اوغلو سره هم  جلا لیدنه وکړي.

ګمان کیږي چې پومپیو  د بهرنیو چارو وزیر چاوش اوغلو سره  د لیدنې نه وروسته  د ترکیې نه جلا شي.

د ویلو ده چې  د ولسمشر اردوغان  او پومپیو  د لیدنې د موضوع په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویل شوي خو ګمان کیږي چې پدې لیدنه کې په ځانګړې توګه د سعودي ژورنالست جمال قاشقچي  د مسلې په اړه خبرې شوي وي.



اړوند خبرونه