ترکیې د قاشقچي د پيښې په اړه د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې پلټنې وکړې
ترکیې په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې د جمال قاشقچي د تري تم کیدو په اړه پلټنې وکړې.
د ویلو ده چې ترکیې د سعودي عربستان سره په ګډه پرون د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې پلټنې وکړې. پلټنو چارې پایته ورسیدې.
د پلټنې په هیت کې د دواړو هیوادونو د چارواکیو سربیره د پیښې د ځای د څیړولو متخصصینو هم ګډون کړی وو.
پرون د ماښام په ساعتونو کې لومړی د سعودي عربستان نه راغلې ډله قونسلګرۍ ته داخل شوه. همداشان ورپسې سم د ترکیې د پلټنې ډله قونسلګرۍ ته داخل شوه.
د ویلو ده چې د پلټنو د پایلو په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویل شوي.
سعودي عربستان تیر اوونۍ د جمال قاشقچي د پيښې په ګډه د څیړولو وړاندیز کړی وو. ترکیې د سعودي عربستان وړاندیز منلی وو .
د بله پلوه د استانبول د جمهوریت څارنوالۍ د تري تم شوي سعودي ژورنالست جمال قاشقچي د عاقبت د معلومولو په خاطر تحقیقات پیل کړي دي.
د یادولو وړ ده چې ژورنالست جمال قاشقچي د اکتوبر د میاشتې په دویمه نیټه په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته د ننوتو نه راپدیخوا لا درکه شوی دی.
ځینو برخې په قونسلګرۍ کې د جمال قاشقچي د وژل کیدو ادعا کوي خو سعودي عربستان بیا دا ادعا په کلکه توګه ردوي.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د لبنان د لومړی وزیر میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.