د دفاعي صنایعو د اجراییوي کمیټې غونډه وشوه
ترکیه د هیواد د دفاعي صنایعو د لا ودې او پرمختګ لپاره کار کوي
په ترکیه کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ د دفاعي صنایعو د اجراییوي کمیټې غونډه وشوه. پدې غونډه کې د هیواد د وسله والو ځواکونو د طاقت او قوت د څو برابرو لوړونکی ملي او ځايي وسلو، مهماتو او سیستمونو ساحې د وسعت ورکولو په مسلې خبرې وشوې.
دا غونډه تیره ورځ د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې ترسره شوه. د غونډې نه وروسته اعلامیه خپره شوه.
په اعلامیه کې راغلي دي پدې غونډه کې د دفاعي صنایعو لخوا په جوړ شوو ځايي او ملي وسلو، مهماتو او پرمختللو سیستمونو چې د هیواد د وسله والو ځواکونو طاقت او قوت يي څو برابره لوړ کړی دی خبرې وشوې. همداشان د ځايي او ملي وسلو، مهماتو او پرمختللو سیمو د ساحې د لا پراخولو او لا نوو او پرمختللو توکو د جوړولو په پروژو غور وشو.
په غونډه کې د دفاعي صنایعو او تکنالوژۍ د پرمختګ ، قوي کولو او د صادراتو لپاره په مختلفو برخو کې د پانګه اچونو په اړه پریکړې وشوې.
په غونډه کې د لا پرمختللې اټاک چورلکې د پروژې په پیلولو، په وسلو سمبال او بې وسلو ډرون الوتکو، سمندري او مځکنیو واسطو، د الکترونیک حرب او د سیګنالونو د ګډوډلو سیستمونو، د زیرکو مهماتو او وسلو د سیستمونو په جوړولو او د وسله والو ځواکونو د مختلفو اړتیاو په اړه په پروژو خبرې او غور وشو.