په ترکیه کې د ناقانونه کډوالو فاجعه رامنځته شوه

په ترکیه کې  د ناقانونه کډوالو کښتۍ په سمندر کې ډوبه شوه.

1066105
په ترکیه کې د ناقانونه کډوالو فاجعه رامنځته شوه

 

د ترکیې د ازمیر ولایت د کارابورنو  په ولسوالۍ کې  د ناقانونه کډوالو کښتۍ په سمندر کې ډوبه شوه.

د سیمې نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  تیره شپه  د ازمیر ولایت  د کارابورنو په ولسوالۍ کې  د ناقانونه کډوالو کښتۍ په سمندر کې ډوبه شوه.

د ازمیر ولایت د سواحلو د امنیت  قومندانۍ ویلي دي چې تیره شپه  د دریو بجو په شاوخوا کې  یوه  میرمن  چې د ډوبې شوې  کښتۍ نه  ژوندۍ  ژغورل شوې او په لامبو يي  ځان  وچې ته رارسولی وو  د کښتۍ د ډوبیدو په اړه  خبر ورکړ.

سمدلاسه د ژغورنې ډلې  سیمې ته لاړې. د ویلو ده چې  په سیمه کې  تیرې شپې د دریو بجو راهیسې  د ژغورنې عملیات داوم لري. پدې عملیاتو کې ۵ کښتیو  او ګن شمیر پرسونل برخه اخیستې ده .

د عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه پورې  د ۸ تنو کډوال مړي موندل شوي دي. ژغورل شوې میرمنې ویلي دي چې  په کښتۍ کې  ۳۵ تنو  کډوالو  شتون درلود. هغه ویلي دي چې  په کښتۍ کې د سپریدو نه وروسته  د لنډه موده وروسته  د سمندر په منځ کې په ډوبیدو پیل وشو. کښتۍ ته اوبه راوختې  او کښتۍ ډوبه شوه.

په سیمه کې  د لا درکه کسانو د موندلو په خاطر  هلې ځلې دوام لري.



اړوند خبرونه