په ترکیه کې د ناقانونه کډوالۍ پر خلاف  قوي مبارزه دوام لري.

په ترکیه کې یو ځل بیا په لسګونو تنه ناقانونه کډوال ونیول شول

1064264
په ترکیه کې د ناقانونه کډوالۍ پر خلاف  قوي مبارزه دوام لري.

 

د ترکیې د موغلا ولایت  د فتحیه  په ولسوالۍ کې  ۹۳ تنه کډوال چې  یونان ته  د تلو هڅه کوله ونیول.

د فتحیه  ولسوالۍ د سواحلو  د امنیت قومندانۍ  د معلوماتو له مخې  ددوې منسوبینو د ګیمي لر د کلي په مربوطاتو کې  د غیرې قانوني کډواله  یوه کښتۍ  ودروله.

په کښتۍ چې  ۹۳ تنه  ناقانونه کډوال  چې غوښتل يي  د قاچاقي لارو څخه  یونان ته  تیر شي  ونیول .

په نیول شوو کډوالو کې ښځې او ماشومان هم  شتون لري. د کډوالو سره سم د هغوې قاچاقبران هم  ونیول شول.

نیول شوي کډوال  د موغلا ولایت د کډوالو د چارو ریاست ته وسپارل شول. امنیتي ځواکونو  کښتۍ هم  ضبط کړه.

نیول شوي کډوال به هر څه ژر خپلو خپلو هیوادونو ته  واستول شي.



اړوند خبرونه