ولسمشر اردوغان د جرمني د ولسمشر سره ولیدل

د جرمني ولسمشر د ترکیې د ولسمشر نه د ځانګړو رسمي مراسمو په ترڅ کې هر کلی وکړ

1058398
ولسمشر اردوغان د جرمني د ولسمشر سره  ولیدل

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان جرمني ته د خپل سفر په چوکاټ کې نن سهار د نوموړي هیواد د ولسمشر فرانک والټر شټاینمایر سره  لیدنه وکړي.

د جرمني ولسمشر  شټاینمایر  د ولسمشر رجب طیب اردوغان نه  د عسکري رسمي مراسمو په ترڅ کې هر کلی وکړ.

ولسمشر اردوغان لومړی  د جرمني د ولسمشرۍ ماڼۍ ځانګړی کتاب  لاسلیک کړ.

وروسته  دواړو ولسمشرانو په لیدنې پيل وکړ.

ولسمشر اردوغان به  د جرمني د ولسمشر شټاینمایر سره  د لیدنې نه وروسته  د نوموړي هیواد د لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل سره هم  وګوري.

تمه کیږي چې  ولسمشر اردوغان د مرکل سره  د لیدنې نه وروسته  په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړي.

همداشان ولسمشر اردوغان به  د ماښام په ساعتونو کې د هغه په ویاړ  د جرمني د ولسمشر لخوا په جوړیدونکې میلمستیا کې ګډون وکړي .



اړوند خبرونه