د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملګروملتونو عمومي اجلاس ته وینا وکړه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملګروملتونو ۷۳ م عمومي اجلاس ته په خطاب کې وینا وکړه.

1056865
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملګروملتونو عمومي اجلاس ته وینا وکړه

ولسمشر اردوغان  په خپله وینا کې  یو ځل بیا د ملګروملتونو سازمان په ساختار او د یاد شوي سازمان د غړیو هیوادونو په مشرانو نیوکې وکړې.

ولسمشر اردوغان  یو ځل بیا  نړۍ د پنځو لویه ده  د شعار سره  د ټولې نړۍ د مظلومو انسانانو  غږ اوچت کړ.

ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل چې « له بده مرغه د ملګروملتونو د امنیت شورا  نن یواځې  د پنځو دایمي  غړیو هیوادونو  د ګټو په خدمتګارې  یوې شورا بدله شوې ده . دا شورا  نن ورځ په نړۍ کې  په روانو ټولو ظلمونو او بې عدالتیو سترګې پټوي. » ولسمشر اردوغان  د منځني ختیځ په اړه د امریکا  پر سیاستونو  سخته نیوکه وکړه.

ولسمشر اردوغان  د فلسطین په اړه وویل «  پر فلسطین پر روانو  ظلمونو  سترګې پټوونکي  او پر هغوې  د مرستو پرې کوونکي  یواځې او یواځې  ظالمانو ته  جسارت ورکوي. یواځې او یواځې د ظالمانو نه ملاتړ کوي. »

ولسمشر اردوغان امریکا ته د پ ک ک ترهګرې ډلې  سره  د مرستو له امله هم خبرداری ورکړ.

هغه وویل  هغه  هیوادونه او برخې چې  تاکتیکي ګټو او منافعو  په خاطر  په سوریه کې  د پ ک ک ترهګرې ډلې  د څانګو او ترهګرو ډلو سره  د لسګونو زرو لاریو  او لسګونو زرو  الوتکو ډکو  وسلو او مهماتو  مرسته کوي  ، په راتلوونکې کې به  دا مرستې خامخا  د هغوې پر وړاندې په بلا بدلیږي.

ولسمشر اردوغان  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان  پر وړاندې په مبارزه کې هم  پر امریکا  ډیرې سختې نیوکې وکړې.

هغه وویل  « د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان  د ۲۰۱۶ کال د جولای په ۱۵ مه نیټه په ترکیه کې د خونړۍ کودتا سره  زمونږ په لسګونو تنه هیوادوال شهیدان  او په زرګونو تنه  نور ټپيان کړل. نن ورځ  ددې ترهګرې ډلې مشر ته  امریکا پناه ورکړې ده . فتح الله ګولن  نن ورځ د امریکا د پنسلوانیا په ایالت کې  په ۲۰۰ جریبه  مځکه کې په یوې  کوټۍ کې  ژوند کوي. له دې ځایه  د نړۍ  ۱۶۰ هیوادونو ته  ترهګري صادروي.

دا ترهګریز سازمان یواځې د امریکا  په ۲۷ ایالتونو کې د خپلو ښوونځیو نه  د کال ۷۳۶ میلیونه ډالره  عواید ترلاسه کوي. »

ولسمشر اردوغان وویل چې په نړۍ کې د موجودو  ټولو  ستونزو یواځنۍ حل لاره  عدالت  دی. ولسمشر اردوغان د نړۍ مشرانو ته  پدې اړه  ډیر مهم مثالونه وړاندې کړل.

هغه وویل که چیرې  نن ورځ په نړۍ کې  د ۶۲ تنو شتمنو کسانو شتمني د نړۍ د نفوس  د نیمايي  د شتمني نه  ډیره وي  پس  په نړۍوال سیستم او عدالت کې  ستونزې شتون لري.

که چیرې نن ورځ  د نړۍ د مختلفو جغرافیو نه  ۲۵۸ میلیونه تنه انسانان  د لا ښه ژوند په خاطر  کډه کیږي  او یا ۶۸ میلیونه تنه  په زور  سره  د خپل کور او کلو نه شړل کیږي  پس  په نړۍوال سیستم او عدالت کې ستونزې شتون لري.

که چیرې  په افریقا کې  د زیږیدونکي  یو ماشوم  د مړینې احتمال  په نیویارک کې د زیږیدونکي  یو ماشوم نه  ۹ برابره  ډیر  وي پس  په نړۍوال سیستم او عدالت کې ستونزې شتون لري.

که چیرې د نړۍ  په یو ګوټ  کې په میلیونونو تنه انسانان  له ولګې  مري  او کافي خواړه ورته نه رسیږي  او په بل ګوټ کې بیا  په میلیونونو تنه انسانان  د ډیر خوراک نه  د چاغۍ  په مرض  روږدې کیږي  دا پخپله په نړۍ کې د عدالت د نشتوالي ښکارندويي کوي.

ولسمشر اردوغان د سوریې د روانې جګړې او ستونزې د حل په خاطر  د ترکیې د هلو ځلو نه یادونه وکړه.

ولسمشر اردوغان وویل چې  د ترکیې وسله والو ځواکونو  د سوریې د جرابلس او رای  سیمې د داعش ، عفرین  او یو زیات شمیر نورو سیمو په ګډون د پ ک ک او د څانګو يي پ وای ډي او وای پ جي  نه  جمعآ ۴ زره کیلومتره سیمه د ترهګرو نه  پاکه او د سوري وګړو ته  د امن او امنیت سیمې جوړې کړې. نن ورځ په میلیونونو تنه وګړي پدې سیمو کې د امن په فضا کې ژوند کوي. هغه وویل چې ترکیې  تر ننه پورې په سوري کډوالو  ۳۲ میلیارده ډالره په مصرف رسولي دي.

نړۍوالې ټولنې  تر اوسه پورې زمونږ سره یواځې او یواځې ۶۰۰ میلیونه ډالره مرسته کړې ده . اروپا  تر اوسه پورې  د کړو ژمنو نه یواځې ۱ عشاریه ۷ میلیارده ایرو  مرسته کړې ده .

ولسمشر اردوغان په نړۍوالې ټولنې غږ وکړ راځۍ  چې د ملګروملتونو سازمان  د عدالت پر تامینوونکي  سازمان بدل کړو. راځۍ چې دا سازمان د انسانیت ترجمان  کړو.

ولسمشر اردوغان  وویل چې په نړۍ کې هرې ستونزې ته باید  د سولې او ډیالوګ له لارې حل لاره ولټول شي.

هغه  په نړۍوالې ټولنې غږ وکړ چې  ځینې برخې  غواړي د یو پلوه  پریکړو سره  د نړۍوال تجارت  موجود  نظم  خراب کړي. خو راځۍ  چې په ګډه  ددې برخو پر خلاف  ودریږو.

 

  

 



اړوند خبرونه