ولسمشر اردوغان د ایران د ولسمشر او جاپان د لومړي وزیر سره ولیدل

د ترکیې ولسمشر اردوغان په نیویارک کې دوه په دوه لیدونو ته دوام ورکوي

1056279
ولسمشر اردوغان د ایران د ولسمشر او جاپان د لومړي وزیر سره ولیدل

 د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د امریکا متحده ایالتونو د نیویارک په ښار کې  د ایران د ولسمشر حسن روحاني او د جاپان د لومړي وزیر شینزو ابي سره  لیدنې وکړې.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  چې  د ملګروملتونو سازمان په ۷۳ م عمومي اجلاس کې  د ګډون په خاطر  نیویارک ته سفر کړی هلته د خپلو لیدونو کتنو په چوکاټ کې لومړی د جاپان د لومړي وزیر سره  ولیدل.

د ویلو ده چې  پدې لیدنه کې د ولسمشر اردوغان  سره  د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو، د ملي دفاع  وزیر خلوصي اکار، د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا او د صنایع او تکنالوژۍ وزیر مصطفی وارانک  هم  ګډون کړی وو.

ولسمشر اردوغان  وروسته د ایران د ولسمشر حسن روحاني سره  ولیدل.

د ایران د ولسمشر سره په لیدنه کې  د ولسمشر اردوغان سربیره  د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو، د خزانې او مالیې وزیر برات البیرق او د ملي استخباراتو د تشیکلاتو  رئیس  حاکان فیدان هم  ګډون کړی وو.

لیدنې  د مطبوعاتو نه د بندو دروازو تر شا  ترسره شوې .



اړوند خبرونه