ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان جرمني ته سفر کوي

ولسمشر اردوغان د جرمني د ولسمشر په بلنه نوموړي هیواد ته ځي

1056513
ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان جرمني ته سفر کوي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د جرمني د ولسمشر فرانک والټر شتاینمایر په بلنې په اساس  د سپټمبر په ۲۷ مه نيټه  نوموړي هیواد ته سفر کوي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې  ولسمشر اردوغان به  د جرمني د ولسمشر شټاینمایر سربیره  د نوموړي هیواد د لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل سره هم  وګوري.

ویل کیږي پدې لیدونو کې به د ترکیې او جرمني ترمنځه  په سیاسي، اقتصادي، امنیتي، دفاعي ، کولتوري او ټولنیزو اړیکو  خبرې وشي. همداشان  به په لیدنه کې  په نوموړي هیواد کې د میشتو ترکانو په حالاتو  هم  خبرې وشي.

ددې سربیره  به  د سوریې  په روانو پرمختګونو، ناقانونه کډوالو، ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه په اړیکو په سیمه ایزو او نړۍوالو مسئلو هم خبرې وکړي.

ولسمشر اردوغان به  د ترکیې او جرمني د سوداګرو د ګډې شوې  غونډې ته هم  وینا وکړي.

ولسمشر اردوغان به جرمني ته د خپل سفر په چوکاټ کې د نوموړي هیواد د کولن په ښار کې جوړ شوی د ترکیې د دیني چارو د ریاست اړوند  د ترک او اسلام د ټولنې  جامع جومات  پرانیزي. همداشان ولسمشر اردوغان به په جرمني کې د میشتو کډوالو د استازو او مشرانو سره  سره هم خبرې وکړي.

د ویلو ده چې دا سفر  د ترکیې نه جرمني ته د ولسمشر په کچه  د ۷ کلونو ځنډ نه  وروسته  ترسره کیږي.

د ویلو ده چې  جرمني  د ترکیې د ناټو د سازمان  د مهم  متفق سربیره  ډیر لوی  اقتصادی شریک  هیواد دی.

همداشان  نن ورځ  تر درې نیم میلیونو تنو ډیر ترکي کډوال په جرمني کې ژوند کوي.

 

 

 



اړوند خبرونه