په ترکیه کې د ناقانونه کډوالۍ پر خلاف مبارزه دوام لري

په ترکیه کې په لسګونو ناقانونه کډوال ونیول شول

1056310
په ترکیه کې د ناقانونه کډوالۍ پر خلاف مبارزه دوام لري

 

د ترکیې امنیتي ځواکونو د ازمیر ولایت د دیکیلي په ولسوالۍ کې  ۱۵۴ تنه ناقانونه کډوال چې غوښتل يي  د پلاستیکي کښتیو  سره  یونان  ته تیر شي  ونیول .

د ازمیر ولایت د سواحلو د امنیت د قومندانۍ د معلوماتو له مخې  ددوې د ګزمې  ډلې  د دیکیلي په خلیج کې  تر سلو تنو ډیر کډوال چې  په یوې پلاستیکي بادي کښتۍ کې د یونان پر لورې روان او د ډوبیدو د ګواښ سره  مخامخ  ول  تثبیت کړل. امنیتی ځواکونو سمدلاسه  کښتۍ  ودروله  او ۱۰۳ تنه  ناقانونه کډوال يي له مرګه وژغورل  او وچې ته يي راوویستل.

همداشان  د ژاندارم  ځواکونو   ۵۱ تنو نور کډوال چې غوښتل يي  د کوچنۍ  پلاستیکي بادي کښتۍ  سره  د یونان پر لورې حرکت وکړي  د حرکت نه مخکې ونیول.

نیول شوي  کډوال  د ازمیر ولایت  د کډوالو د چارو ریاست ته وسپارل شول.

همداشان  د وان ولایت  د باش کلا په ولسوالۍ کې هم  ۹۸ تنه ناقانونه کډوال چې د قاچاقي  لارو څخه ترکیې ته راداخل شوي ول  ونیول شول.

د باش کلا د ژندارم ځواکونو قومندانۍ ویلي دي چې نیول شوي کډوال د افغانستان ، پاکستان او بنګلادیش د هیوادونو وګړي دي.

په نیول شوو دې کډوال کې  ۱۸ تنه ښځې او ۱۶ ماشومان هم  شتون لري.

نیول شوي کدوال  په روغتون کې د صحې معاینې نه د تیرولو نه وروسته  د کډوالو د بیرته ستنولو مرکز ته واستول شول.

همداشان  امنیتي ځواکونو  پرون  ۳۰ تنه  کډوال چې  یونان ته د اوښتو نه وروسته د ټولو نړۍوالو قوانینو پر خلاف د یونانیانو لخوا د وهلو ډبولو  او ورسره د ټولو  توکو د اخیستو نه وروسته  لوڅ لغړ  ترکیې لوري ته  راستول شوي وو  ونیول.

نوموړو کسانو  خبریالانو ته وویل چې  یونان ته د اوښتو نه وروسته  د یوناني عسکرو لخوا  د وهلو او ډبولو نه وروسته  د هغوې نه  ورسره ټول  شیان  واخیستل. حتا  جامې هم  ترینه اخیستې وې.

د ایدرنې ولایت  پولیسو دا  ۳۰  تنه ناقانونه کډوال پداسې حال کې پیدا کړل چې  ډیری  لوڅ لغړ ول. جامې ترینه ویستې وې  او کیمیايي سرې او بورې  کڅوړې ورته  اغوستې وې.

د کدوالو نه یو تن خبریالانو ته وویل چې  یوناني  سرتیرو  ډیر زیات  د وهلو او ډبولو نه  وروسته د سمندر له لارې  په زور سره  ترکیې لورې ته  راولیږولو.

زمونږ نه يي پیسې ، ټیلیفونونه  او هر څه واخیستل. حتا جامې يي رانه واخیستې. پتلونونه يي رانه واخیستل. لوڅ لغړ يي  راوشړولو.

د ترکیې امنیتي ځواکونو  نوموړو کډوالو ته  د خوړو او جامو ورکولو نه وروسته  د ایدرنې ولایت د کډوالو د چارو ریاست ته وسپارل.   



اړوند خبرونه