په وان کې په لسګونو ناقانونه کډوال ونیول شول

ترکیه د ناقانونه کډوالۍ پر خلاف مبارزې ته دوام ورکوي

1055636
په وان کې په لسګونو ناقانونه کډوال ونیول شول

په ترکیه کې یو ځل بیا په لسګونو تنو ناقانونه کډوال ونیول شول.

د ترکیې د وان ولایت د ایرجیش په ولسوالۍ کې د قاچاقي لارو څخه ترکیې ته راننوتي  ۶۷ تنه ناقانونه کډوال ونیول شول.

د وان ولایت د ژاندارم  قومندانۍ د معلوماتو له مخې   په هیواد کې د ناقانونه کډوال پر خلاف  د مبارزې د فعالیتونو په چوکاټ کې  د وان ولایت د ایرجیش په ولسوالۍ کې  په یو میني بس موټر کې ۶۷ تنه ناقانونه کډوال چې د قاچاقي لارو څخه ترکیې ته راننوتي ول  ونیول شول.

د یادې شوې قومندانۍ لخوا د خپور شوي بیان له مخې  ژاندارم  ځواکونو  نیولي  ناقانونه کډوال  د وان ولایت  د کډوالو د چارو ریاست ته  سپارلي دي.

ویل کیږي  د کډوالو سره  د خوراکي او پوښاک  د مرستو نه وروسته  په روغتون کې د صحې معاینه  تیر کړې شول.

وروسته د وان ولایت د کډوالو د بیرته ستنولو مرکز ته  ولیږدل  شول.



اړوند خبرونه