د روسي ورځپاڼې سره د ولسمشر اردوغان ځانګرې مرکه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ترکیه به په هیڅډول  په خپلو پولو کې  ترهګرو ته  اجازه ورنکړي.

1055459
د روسي ورځپاڼې سره  د ولسمشر اردوغان  ځانګرې مرکه

 

ولسمشر اردوغان  د روسیې د کومیرسانټ ورځپاڼې  سره په مرکه کې په سوریه کې د روانې ستونزې د حل لارې په اړه ارزونې کړي دي.

ولسمشر اردوغان وویل ترکیه به  په خپلو پولو کې  د پ ک ک ، پ وای ډي، وای پ جي، او ډي اس جي  په څیر  ترهګرو ډلو ته  په خپلو پولو کې ځای په ځای کیدو ته اجازه ورنکړي.

هغه وویل چې  ددې ترهګرو ډلو سره په مبارزه کې  د روسیې نه د مرستې او ملاتړ امید کوو.

هغه وویل چې ترکیه  د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې  په برخه کې پوره اراده لري. ترکیې د سوریې د عفرین، جرابلس ، الباب او ادلیب  په سیمه کې د عملیاتو او هلو ځلو سره  ټولې نړۍ ته  په ثبوت رسولې ده .

هغه وویل چې  د سپټمبر په ۱۷ مه نيټه  د روسیې د سوچي په ښار کې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره  په لیدنه کې هم  ددې خبرې په اهیمت ټینګار وکړ.

ولسمشر اردوغان وویل چې  د روسیې نه  د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې  د همکارۍ او مرستې تمه لرو.

هغه وویل چې ترکیې او روسیې  ترمنځه همکاري به پرمختګ وکړي. دا همکاري په په فعاله توګه  پرمختګ ته  دوام  ورکړي.

ولسمشر اردوغان وویل چې  په سوریه کې  د منځلارو مخالفو ډلو د لمنځه وړو په خاطر  هلې ځلې او پلانونه  جوړ شوي دي چې ترکیه به دېته اجازه ورنکړي.  منځلارو  مخالفو ډلو ته باید  د ادلب  په سیاسي  بهیر کې  ځای ورکړ شي. دا مسله د جینیوا او استانه  د مذاکرات په ښه توګه  د پرمختګ په خاطر هم  یوه ضروري  خبره ده.

ولسمشر اردوغان  د کډوالو ستونزې ته په اشارې سره وویل « د کډوالو ستونزه  نن ورځ په نړۍ کې  په یو داسې ټپ بدله شوې ده  چې وینې ترینه بهیږي. نړۍواله ټولنه دې ستونزې ته باید یواځې د ترکیې د ستونزې په سترګه ونه ګوري. »

ولسمشر اردوغان  د مرکې په وروستۍ برخه کې د ترکیې او روسیې ترمنځه د ښه ګاونډیتوب  او ښو اړیکو  نه  د ممونیت اظهار وکړ. هغه وویل چې  دواړه هیوادونه  د متقابلو ګټو او متقابل احترام  په چوکاټ کې  اړیکو ته دوام  ورکوي. دا ډیره مهمه  خبره ده.

ترکیه او روسیه د  انرژۍ د کډو پروژو، متقابلو پانګه والۍ، انساني  او کولتوري اړیکو د پرمختګ  په لاره کې ډیر مهم  ګامونه اوچت کړي دي. ددینه وروسته به هم  پدې برخه کې  لا زیات ګامونه اوچت کړو. زه پوره باور لرم چې  د ترکیې او روسيې ملتونه چې د تاریخ په اوږدو کې  د سولې او ثبات په فضا کې سره  ژوند کړی دی ددینه وروسته هم  په همدې شان  دوام  ورکړي. ددې هدف په خاطر  د هر ډول  هلو ځلو نه ملاتړ کوو.  



اړوند خبرونه