د ترکیې ولسمشر روسیې ته سفر کوي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره  د لیدنې په خاطر نن  نوموړي هیواد ته سفر کوي.

1050833
د ترکیې ولسمشر روسیې ته سفر کوي

 

د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې ولسمشر اردوغان د روسیې د ولسمشر ښاغلي پوتین سره د لیدنې په موخه  نن  د سوچي ښار ته  سفر کوي.

دواړه  مشران به  په ځانګړې  توګه  د سوریې د ادلب سیمې پر وروستیو پرمختګونو خبرې وکړي.

د معلوماتو له مخې  ولسمشر اردوغان به  د خپل روس سیال سره په ادلب  د احتمالي بریدونو له امله د کډوالۍ په لویې څپې، په سیمه کې د ترکي ځواکونو پر امنیت او سیاسي حل لارې په څیر  په مسلو وغږیږي.

همداشان  پدې لیدنه کې به د سوریې د مسلې سربیره  د دواړو هیوادونو په اقتصادي او انرژۍ په اړیکو هم  خبرې وشي.

د ویلو ده چې  د سپټمبر په ۲۶ مه نيټه د ملګروملتونو په عمومي غونډه کې د سوریې پر مسلې د خبرو  نه مخکې د ترکیې او د روسیې د مشرانو دا لیدنه  ځانګړی اهمیت لري.

د ترکیې او روسیې ولسمشرانو  لس ورځې مخکې  د ایران په پلازمینه تهران کې  د ترکیې، روسیې او ایران  د درې اړخیزې سرمشریزې پر چوکاټ کې لیدنه کړې وه.



اړوند خبرونه