د ترکیې ملي استخباراتو د ریحانلي د بریدونو پلانونکی ۵ کاله وروسته ونیول

د ترکیې  ملي استخباراتو په ۲۰۱۳ کال کې د هتای ولایت د ریحاني په ولسوالۍ کې د ترهګري برید پلانوونکی   یوسف نازیک  په سوریه کې  د نیولو نه وروسته  ترکیې ته راوړو.

1048188
د ترکیې ملي استخباراتو د ریحانلي د بریدونو پلانونکی ۵ کاله وروسته ونیول
reyhanli saldiri.jpg

 

د یادولو وړ ده چې  ترهګر یوسف نازیک  په لومړني تحقیقاتو کې په خپل جرم اعتراف وکړ. هغه وویل چې  د ریحانلي برید يي  د سوریې د استخباراتو په  امر ترسره کړی وو.

د ویلو ده چې پدې برید کې  لږ تر لږه  ۵۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو او په لسګونو تنه نور ټپیان شوي وو.

نیول شوي  ترهګر په تحقیقاتو کې ویلي دي چې غواړي د سوریې پر دولت غږ وکړي چې  د ترکیې دولت  ډیر لوی او قوي دولت  دی. نن وي او که سبا  ددې برید  حساب به ستاسې نه وپوښتي.

د ویلو ده چې  ترهګر یوسف نازیک  د سوریې د لازقیه په ښار کې د ملي استخباراتو د منسوبیو لخوا  د ډیرو ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ونیول شو.

نیول شوی  ترهګر  ترکیې ته د راوړلو نه وروسته  ترینه تحقیقات  پيل شول.

هغه په لومړنیو تحقیقاتو کې په خپل جرم اعتراف وکړ  او وویل چې  د سوریې د استخباراتو په امر يي  په ترکیه کې د بریدونو د ترسره کولو په خاطر  لومړی  کشفي  چارې ترسره کړې. وروسته يي  د سوریې نه  چاودیدونکي توکي راانتقال  او په دوو ترانیزیت ډوله موټر کې ځای په ځای کړل.

نوموړي  ترهګر  د ریحانلي د بریدونو د نورو مسئولینو د مقامه سوریه د ترهګرې ډلې د مشر میحراج اورال په اړه هم  پوره معلومات د امنیتي ځواکونو سره  شریک کړي دي.

هغه  د نوموړي برید  په نورو  فراري  فاعلینو غږ وکړ چې  رادشي او تسلیم  دې شي. هغه وویل چې  دا برید يي د خپلو نورو ملګرو سره  یو ځای ترسره کړی وو.

هغه وویل چې د برید امر  ورته د سوریې استخباراتو کړی وو.

هغه وویل  چې  دادی  د ترکیې د دولت او قانون نه  يي نور د تیښتې لاره نوه. په سوریه کې ونیو  او د قانون منګولو ته يي وسپاره. برید کوونکي وویل چې ډیر پیښمانه دی او د سوریې په دولت غږ کوي چې  د ترکیې دولت ډير لوی او قوی دی  . نن وي او که سبا ددې برید  حساب به ستاسې نه وپوښتي.

د ویلو ده چې  دا ترهګر په کامله توګه د ترکیې د ملي استخباراتو لخوا تثبیت نیول شوی  او ترکیې ته راوړل شوی دی.



اړوند خبرونه