ولسمشر اردوغان د ادلیب په اړه خبرداری ورکړ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د سوریې د ادلیب په سیمه  پوځي عملیات  او بریدونه به  ستر فلاکت رامنځته کړي.

1043310
ولسمشر اردوغان د ادلیب په اړه خبرداری ورکړ

 

ولسمشر اردوغان  وویل چې د ادلیب په اړه  یو ډير بې رحمانه  پلان جوړ شوی دی. لکه څرنګه چې پوهیږۍ  په ادلیب کې  درې نیم میلیونه تنه انسانان ژوند کوي. که چیرې پدې سیمه پوځي عملیات او بریدونه پيل شي دا خلک  پرته د ترکیې نه د تیښتې لپاره بل ځای هم  نلري.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د قیرغیزستان نه د راستنیدو پر مهال په الوتکه کې وکړې.

هغه وویل چې ( د ادلیب  مسله  د ترکیې لپاره  ځانګړی اهمیت لري. ځکه چې د ادلیب په اړه  یو ډیر بې رحمانه  پلان  جوړ شوی دی. هلته  درې نیم میلیونه تنه انسانان ژوند کوي. خدای مکړه  که چیرې  په ادلیب کې کوم  فلاکت  رامنځته شي  دا کسان  پرته د ترکیې نه د تیښتې لپاره  بل ځای نلري. اوس مهال د ترکیې او روسیې همکاري  او تفاهم  ډیر ځانګړی اهمیت لري. لکه څرنګه چې ګورۍ  امریکا  پر روسیې او روسیه پر امریکا  ملامتي  اچوي. خو  خدای مکړه  که چیرې  په ادلیب  د توغندیو باران  پيل شي  ستر قتل عام به رامنځته شي. ترکیه به هم  د کډوالۍ  د سترې څپې  سره  مخامخ شي.

کیدای شي چې دا مسله  یوه بله  ستره ستونزه  رامنځته کړي. )

ولسمشر اردوغان وویل چې  د راتلوونکې جمعې پر ورځ به  د ایران په پلازمینه تهران کې د ایران او روسیې د ولسمشرانو سره  وګوري.

په تهران کې د سوریې په اړه  درې اړخیزه غونډه  جوړیږي . انشاالله ددې غونډې نه  مثبته  نتیجه  ترلاسه شي  او د احتمالي  قتل عامونو مخه ونیول شي.

زمونږ  لپاره  په تهران کې  جوړیدونکي  دا غونډه  ډیر زیات اهمیت  لري.



اړوند خبرونه