په ترکیه کې یو ځل بیا په لسګونو تنو افغان کډوال ونیول شول

د ترکیې د وان په ولایت کې په لسګونو تنه ناقانونه افغان کډوال ونیول شول.

1042897
په ترکیه کې یو ځل بیا په لسګونو تنو افغان کډوال ونیول شول

 

د وان ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې دا کسان  د مرادیه په ولسوالۍ کې  نیول شوي دي.

د وان ولایت د امنیې قومندانۍ خبري رسنیو ته ویلي دي چې د مرادیه په ولسوالۍ کې  په یو ۱۵ کسیز موټر کې  ۴۰ تنه  ناقانونه  کډوال چې د قاچاقي لارو څخه  ترکېې ته راداخل شوي وو او غوښتل يي چې لویو ښارونو ته  لاړ شي  ونیول شول.

په خبر کې راغلي دي چې پولیسو د موټر چلوونکی هم  نیولی دی.

همداشان  یو تن چې د نوموړو کسانو د قاچاقبر په توګه ترینه یادونه کیده  د محکمې لخوا زندان ته استول شوی دی.

نیول شوي ناقانونه کډوال د څیړونو نه وروسته  د ګډوالو د چارو ریاست ته سپارل شوي دي.

ویل کیږي  نوموړي کډوال به هر څه ژر بیرته خپلو هیوادونو ته واستول شي.



اړوند خبرونه