د ترکيې د وان په ولایت کې  ۱۴۵ تنه ناقانونه کډوال ونیول شول.

په ترکیه کې په لسګونو تنه ناقانونه کډوال ونیول شول

1042080
د ترکيې د وان په ولایت کې  ۱۴۵ تنه ناقانونه کډوال ونیول شول.

 

د وان ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  د ژاندارم ځواکونو  د مرادیه په ولسوالۍ کې  د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۱۴۵ تنه ناقانونه  کډوال چې د قاچاقي لارو څخه  ترکیې ته راننوتي ول  ونیول.

په نیول شوو کډوالو کې  ۱۷ تنه ښځې او ۱۹ تنه ماشومان  دي.

نیول شوو کډوالو سره  د خوراکي  او پوښاکي  مرستو نه وروسته  د کډوالو د چارو ریاست ته وسپارل شول.

د بله پلوه  د ازمیر  ولایت د فوچه  په ولسوالۍ کې هم  ۵۸ تنه  کډوال چې د غیرې قانوني لارو څخه يي اروپا ته د تیریدو هڅه کوله ونیول.

د فوچه ولسوالۍ د سواحلو د امنیت ځواکونو  د سمندر په منځ کې د یوې کښتۍ  په اړه چې  په اوبو کې د ډوبیدو په حال کې وه  راپور ترلاسه کړ.

سمدلاسه سیمې ته  د ژغورنې ډلې  او امبولانسونه واستول شول. د ژغورنې ډلو له نیکه مرغه چې  ټول کډوال  ژوندي وژغورل .

نیول شوي  کډوال  د ازمیر ولایت د کډوالو د چارو ریاست ته  سپارل شوي دي.

ویل کیږي  نیول شوي کسان به  د څیړونو نه وروسته  بیرته خپلو هیوادونو ته  واستول شي.



اړوند خبرونه