ترکي پیلوټ د لومړي ځل لپاره اف ۳۵ ډوله الوتکې سره الوتنه وکړه .
ترکي پیلوټانو د اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکو په الوتنو پیل وکړ
![ترکي پیلوټ د لومړي ځل لپاره اف ۳۵ ډوله الوتکې سره الوتنه وکړه .](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/f0f5/27f8/c904/5b863bbf8b9a4.jpg?time=1718828530)
ترکیې د جنګي الوتکو پیلوټان چې د پنځم نسل اف ۳۵ ډوله الوتکو د پیلوټۍ د روزنیز پروګرام په چوکاټ کې امریکا ته تللی دی د لومړي ځل لپاره د اف ۳۵ ډوله پرمختللې الوتکې سره الوتنه وکړه.
د ویلو ده چې د اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکې په نړۍ کې د جنګي الوتکو په برخه کې وروستۍ تکنالوژۍ باندې سمبالې او تر ټولو پرمختللې الوتکې دي. دا الوتکې چې د رادار نه د پټیدو او خپل داخلي رادار ، په ډیره کمه توګه د معلومیدو او ډیرو نورو ځانګړتیاوو سمبالې دي لومړۍ يي څه موده مخکې د امریکا لخو ترکیې ته وسپارل شوه.
د ویلو ده چې ترکیه د نوموړو الوتکو د پروژې شریک هیواد دی. ترکیې د ۱۰۰ اف ۳۵ ډوله الوتکو سپارښتنه کړې چې په پام کې ده دا الوتکې به په څوو پړاونو کې د څو کلونو په دننه کې ترکیې ته وسپارل شي.
لومړنۍ الوتکه د ۲۰۱۸ کال د جون په میاشت کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د امریکا د تکزاس په ایالت کې ترکیې ته سپارل شوې ده .
همداشان لومړنۍ الوتکې به په ۲۰۱۹ کال کې ترکیې ته راوړل شي. همداشان په ۲۰۲۰ کال کې به ددې الوتکو په روزنیز پروګرام پخپله په ترکیه کې پیل وشي.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1718828531)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1718828531)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله