په ترکیه کې د ناقانونه افغان کډوالو بس چپه شو

د ترکیې  د اغزه په ولایت کې د ناقانونه افغان کډوالو لیږدونکي  موټر  د چپه کیدو له امله  تر شلو ډیر  کسان ټپیان شوي دي.

1038841
په ترکیه کې د ناقانونه افغان کډوالو بس چپه شو

 

د اغره ولایت د سیمه ایزو مقاماتو د معلوماتو له مخې  د دیادین په ولسوالۍ کې  د ناقانونه افغان کډوالو لیږدونکی  بس موټر چپه شو.

په پیښه کې  د ۳ تنو ښځو په ګډون  ۲۱ افغان کډوال ټپیان شوي دي.

سیمه ایزو مقاماتو ویلي دي چې  د پيښې اصلي لامل  معلوم  ندی  خو موټر د یو موړ نه لاندې غورځیدلی دی.

د ټپیانو نه  د بعضو روغتیايي حالت ښه ندی. د پيښې نه سمدلاسه وروسته  امبولانسونه او د ژغورنې ډلې سیمې ته واستول شول.

د ټپیانو نه  ۴ تنه چې روغتیايي حالت يي ښه نه وو  د نورو  ښارونو  لویو روغتونونونو ته  استول شوي دي.

پولیس ویلي دي چې د بس چلوونکی  د پيښې نه وروسته  تښتیدلی  دی .

د بس د چلوونکي  د نیولو په خاطر  عملیات پيل شوي دي.

ټپیان به  د درملنې نه وروسته د کډوالو د بیرته ستنولو  مرکزونو ته 

واستول شي.



اړوند خبرونه