په ترکیه کې په لسګونو تنه ناقانونه افغان کډوال ونیول شول

د ترکیې  د چناق کلا  په ولایت کې  په لسګونو تنه ناقانونه افغان کډوال ونیول شول.

1034161
په ترکیه کې په لسګونو تنه ناقانونه افغان کډوال ونیول شول

 

د چناق کلا د امنیتي سرچینو  د معلوماتو له مخې  د یاد شوي د ایوه جک ولسوالۍ د سواحلو د امنیت  پولیسو ۴۱ تنه ناقانونه افغان کډوال چې غوښتل يي  د پلاستکي کوچینو کښتیو په واسطه  د سمندر له لارې اروپا ته تیر شي  ونیول.

په نیول شوو کډوالو کې ښځې او ماشومان هم  شتون لري.

امنیتي ځواکونو  ویلي دي چې  نوموړي  کډوالو  د نیول کیدو نه وروسته  د لومړنیو څیړونو نه وروسته  د ایوه جک ولسوالۍ د کډوالو د بیرته ستنولو مرکز ته  وسپارل شول.

امنیتي ځواکونو ویلي دي چې  د نوموړو کډوالو د نیولو سره  يي د احتمالي فاجعې مخه ونیوله .

۴۱ تنو کډوالو غوښتل چې په یوې کوچنۍ پلاستیکي کښتۍ کې  د سمندر له لارې اروپا ته سفر پیل کړي چې کیدای شي دا کښتۍ  په سمندر کې ډوبه شوي وی.

همداشان  تیره اوونۍ هم  په همدې ولسوالۍ کې د کډوالو یو کښتۍ په  سمندر کې ډوبه شوې وه چې له امله يی  لسو تنو چې ټول ښځې او ماشومان  ول  ژوند د لاسه ورکړ.



اړوند خبرونه