د ترکیې د وان په ولایت کې  په سلګونو تنه ناقانونه کډوال ونیول شول.

په وان ولایت کې ۲۹۹ تنه ناقانونه کډوال ونیول شول

1032868
د ترکیې د وان په ولایت کې  په سلګونو تنه ناقانونه کډوال ونیول شول.

 

د وان ولایت د امنیې قومندانۍ  د معلوماتو له مخې  د ایپک یولو  د ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ پولیسو  ۲۹۹ تنه ناقانونه کډوال چې په قاچاقي توګه ترکیې ته راداخل شوي وو  د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې نیولي دي.

پولیسو  د نوموړو  کډوالو دوه تنه قاچاقبران هم  نیولي دي. قاچاقبران  عدلي او قضايي ارګانونو ته  سپارل شوي دي.

نیول شوي کډوال  د تحقیقاتو  نه وروسته  د وان ولایت د کډوالو د بیرته ستنولو مرکز ته  سپارل کیږي.

امنیې قومندانۍ د نیول شوو کډوالو  د هویت په اړه څه ندي ویلي خو ویل کیږي چې د افغانستان وګړي وي.



اړوند خبرونه