د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د امریکا  متحده ایالتونو پر خلاف  ډیر سخت غبرګون وښود.

ترکیه د امریکا د تهدیدونو نه ډار نلري.

1030975
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د امریکا  متحده ایالتونو پر خلاف  ډیر سخت غبرګون وښود.

 

هغه وویل چې  د امریکا  لخوا د تحریمونو  تر شا  په نغښتو  لوبو  ډیر ښه اګاه یو. مونږ هر څه په ډیره ښه توګه  وینو. ولسمشر اردوغان  د امریکا ددې مفتضع  لوبو  پر وړاندې د قوي مبارزه کولو پیغام ورکړ.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې  تیره ورځ  ترابزون ولایت کې په زرګونو تنو ته د وینا پر مهال وکړې.

هغه وویل چې  امریکا  متحده ایالتونه  د خپل هغه  راحب چې  په ترکیه کې  د فتح الله ګولن  او پ ک ک ترهګرې ډلو سره د اړیکو درلودو په تور نیول شوی  محاکمه کول  زغملی نشي. امریکا  د یو تن  راحب  په خاطر چې   د ترهګرۍ پر تور تورن  دی غواړي چې  ترکیه  فدا کړي. ترکیه د حقوقو  دولت  دی  او څه چې لازم  وي  هغه به وکړي.

هیڅوک  په ترکیې  امر کولای نشي. ترکیه د چا  تهدیدونو غاړه نږدي. هو  که چیرې  امریکا  غواړي چې  د یو تن  راحب په خاطر  خپل نږدې متفق  او  د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې  قوي شریک  فدا کړي  لاره يي سپینه ده .

همداشان  ولسمشر اردوغان  د مدني ټولنو او سازمانونو او سوداګرو سره  هم  لیدنه وکړه.

ولسمشر اردوغان  د امریکا د اقتصادي  لوبو  او ترکیې پر خلاف د پيل کړې  اقتصادي جګړې په اړه  د ملي دریځ د خپلو غوښتنه وکړه.

ولسمشر اردوغان  د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه وویل چې « ترهګرو ته به نه په ترکیه او نه په سوریه کې  د سا اخیستو  اجازه ورنکړو. ترکیه به بهرنيو طاقتونو ته  د ترکیې په سویلي پولو کې د ترهګرو د تګ راتګ  د دهلیز جوړولو ته هیڅکله هم  اجازه ورنکړي.»



اړوند خبرونه