د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د راتلوونکې میاشت کې  جرمني ته سفر کوي.

ولسمشر اردوغان جرمني ته سفر کوي

1027837
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د راتلوونکې میاشت کې  جرمني ته سفر کوي.

 

د جرمني د ولسمشرۍ ماڼۍ  د یو بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به  د سپټمبر په ۲۸ مه نیټه د دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې  جرمني ته  راشي.

په بیان کې راغلي دي چې  د جرمني ولسمشر فرانک والټر شټاینمایر به د ترکیې د ولسمشر ښاغلي اردوغان نه  د رسمي عسکري مراسمو په ترڅ کې هر کلی وکړي. ولسمشر اردوغان به  په جرمني کې د خپلو لیدونو کتنو په چوکاټ کې د لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل سره هم  وګوري.

په بیان کې راغلي دي چې په جرمني کې  د ولسمشر اردوغان د لیدونو کتنو د پروګرام په اړه  دواړه هیوادونه په ګډه کار کوي.

د ویلو ده چې  د جرمني ولسمشر شټاینمایر  څه موده  مخکې هم  ولسمشر اردوغان ته  جرمني ته بلنه ورکړې وه  خو د سفر نیټه يي معلومه نوه.



اړوند خبرونه