ترکیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو لیدنې وکړې

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو په سینګاپور کې د خپل امریکايي سیال مایک پومپیو سره  ولیدل.

1025031
ترکیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو لیدنې وکړې

 

بهرنیو چارو وزیر  د خپل امریکايي سیال سره د لیدنې نه وروسته خبري غونډې ته معلومات ورکړل.

هغه وویل چې  لیدنه  ډیر ګټوره او مثبته تیره شوه. د دواړو هیوادونو ترمنځه  د موجودو ستونزو د حل په خاطر به په ګډه هلو ځلو ته دوام  ورکړو.

د ویلو ده چې  چاوش اوغلو پداسې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر سره لیدنه کوي چې  تیره  ورځ  امریکا  د ترکیې د عدلیې او کورنیو چارو په وزیرانو د تحریم لګولو پریکړه وکړه.

د ترکېې بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو  د امریکا  د بهرنیو چارو زویر مایک پومپیو سره  په سینګاپور کې د سویل ختيځې اسیا د ملتونو د ټولنې  د غونډې په چوکاټ کې لیدنه وکړه.

ترکیې بهرنیو چارو وزیر  د لیدنې نه وروسته خبریالانو ته وویل چې  لیدنه ډیره ګټوره او مثبته تیره شوه. هغه وویل کې په لیدنه کې مو موجودې ستونزې د متقابل احترام  او درناوي  په چوکاټ کې  د حلولو هیله څرګنده کړه. امریکايي پلو ته مو ددې خبرې په ټینګار وویل چې  د تهدیدونو  او ګواښونو سره  کومه نتیجې ته رسیدلی نشي. ګمان کوم  چې امریکايي پلو پدې خبره  ډیر ښه پوه شو. د موجودو ستونزو د حل  د څرنګتیا  په اړه مو په ګډه خبرې وکړې. زما په اند  تر وروستۍ درجې  ګټوره  لیدنه وه.

د روانو ستونزو د حل په خاطر  په ګډه به کارکولو مو تفاهم  وکړ.



اړوند خبرونه