د ترکیې د عدلیې او کورنیو چارو وزیرانو د امریکا پر خلاف سخت غبرګون وښود

د امریکا متحده ایالتونو لخوا  د ترکیې د کورنیو  او عدلیې په وزارتونو  د تحریم لګولو  په اړه  غبرګونونه  دوام لري.

1024301
د ترکیې د عدلیې او کورنیو چارو وزیرانو د امریکا پر خلاف سخت غبرګون وښود

 

د ترکیې د عدلیې وزیر عبدالحمید ګل  د امریکا تحریم د پریکړې په غبرګون کې وویل « په امریکا  او یا په بل کوم کې  نه کومه  ټنګه  روپۍ  او نه هم  کور لرم. »

د ترکیې د عدلیې وزیر دا څرګندونې  د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې کړي دي.

هغه  په خپور کړې پیغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلی دي « زه  پخپله  خاوره کې  د ژوند کولو او پخپله خاوره کې  د مرګ نه پرته  بله کومه هیله  او ارزو  نلرم. په امریکا  او یا د ترکیې نه بهر په بل کوم هیواد کې  نه کومه ټنګه  روپۍ  لرم  او نه هم  کوم  مال او جایداد. که د الله رضا وي  او به نصیب کې مو  وي  نو یوه ورځ  به په خپل پلرني  ولایت  غازي انتپ کې  د زیتونو یو کوچنی باغ  وپیرم. »

همداشان  د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو هم  د امریکا د تحریمونو په اړه سخت غبرګون وښود.

سویلو د ټولنیزې مډیا له لارې  په خپور کړي پیغام کې  ویلي دي چې « هو  په امریکا کې  مال لرو چې هغه هم  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان مشر فتح الله ګولن دی. خو هغه هم  تاسې  ته نه پریږدو .»

د یادولو وړ ده  چې  امریکا  تیره ورځ  د ترکیې د عدلیې او کورنیو چارو په وزارتونو د تحریم لګولو  پریکړه وکړه. 

د امریکا  د خزانې وزارت ویلي دي چې  د ترکیې د عدلیې او کورنیو چارو وزیران  د امریکايي راحب  د نیولو او زنداني کولو په مسله کې  لاس لري  چې د همدې امله پر دوی  د تحریم لګولو پریکړه شوې ده .

د امریکا د خزانې وزارت ویلي دي چې په امریکا کې به د ترکیې د عدلیې او کورنیو چارو د وزیرانو اړوند مال او دارايي کنګل کړي. 



اړوند خبرونه