ترکیې د فلسطین سره د مرستو په برخه کې د امریکا پر خلاف سخت غبرګون وښود.
ترکیې د فلسطین سره د مرستو په برخه کې د امریکا پر خلاف سخت غبرګون وښود.
ترکیې د فلسطین سره د مرستو په برخه کې د امریکا پر خلاف سخت غبرګون وښود.
ترکیې د امریکا د هغه څرګندونو په ځواب کې چې ویلي وو د فلسطین سره يي د ترکیې نه لا زیاتې مرستې کړي وویل « ترک ملت هیڅوخت د نورو سره د ترسره کړو بشري مرستو رکلام نه کوي. پخپله خپل ځان نه ستایي. »
دا څرګندونې په ملګروملتونو سازمان کې د ترکیې د دایمي نماینده ګۍ شاژدافیرې باشاک یالچین وکړې.
باشاک یالچین د ملګروملتونو سازمان د امنیت په شورا کې د فلسطین په اړه په جوړه شوې ځانګړې غونډه کې د امریکا متحده ایالتونو د دایمي استازې نیکې هیلي د هغه څرګندونو په ځواب کې چې وویل امریکا د فلسطین سره د عربي هیوادونو او حتا د ترکیې نه هم ډیرې مرستې کوي داسې وویل : زمونږ ملت د نورو سره د ترسره کړو بشري او پراختیايي مرستو په اړه رکلام کول او یا په هر ځای کې یادول نه خوښوي. مونږ داسې ملت نه یو چې پخپله خپله ستاینه وکړو. »
د فلسطین سره د ترکیې مرستې یواځې د ملګروملتونو په چوکاټ کې د ترسره کیدونکو مرستو نه عبارت ندي. که چیرې څوک علاقه ولري په ډیرې خوښۍ سره د فلسطین سره د ترسره کړو مرستو په اړه ورته هر اړخیز معلومات ورکوو. پدې هر سړی ډیر ښه پوهیږي چې ترکیه په نړۍ کې د بشري مرستو په پروګرام کې د ۸ عشاریه ۷ میلیارده ډالرو مرستو سره په لومړني کتار کې ځای لري. ترکیه یواځنی هیواد دی چې د خپلو ملي عوایدو صفر عشاریه ۸۵ سلنه يي بشري مرستو ته جلا کړې ده.