په ترکیه کې د ټولټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شوې
په ترکيه کې د جون په ۲۴ مه نيټه د ترسره شوو ولسمشرۍ او پارلماني ټولتاکنو وروستۍ پايلې اعلان شوې.
په ترکيه کې د جون په ۲۴ مه نيټه د ترسره شوو ولسمشرۍ او پارلماني ټولتاکنو رسمي پايلې اعلان شوې.
د ترکيې د ټولټاکنو د خپلواک کميسيون رئيس سعدي ګون پرون د مازيګر په ۵ بجو او ۴۵ دقيقو د ټولټاکنو وروستۍ پايلې اعلان کړې.
هغه وويل چې د ټاکنو په پايلو د اعتراض کولو نيټه نن پايته ورسيده . دا چې د ټاکنو په پايلو کوم اعتراض شتون نلري وروستۍ پايلې اعلانوو.
هغه وويل چې په ټاکنو کې د ګډون کچه ۷۶ عشاريه ۲۲ وه.
د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د رای ورکوونکو شميره ۵۱ ميلونه ۱۸۴زره ۴۴۴ چې ددې رايو نه ۱ ميليون ۵۲زره ۲۶۹ رايې باطلې شوي دي.
د ټاکنو د پايلو له مخې رجب طيب اردوغان ۲۶ ميليونه ۳۳۰ زره او ۸۲۳ رايو په ترلاسه کولو سره چې ۵۲ عشاريه ۵۹ کيږي د ولسمشر په توګه ټاکل شوی دی.
په ټاکنو کې د ولسمشرۍ لپاره د جمهوريت خلق ګوند نوماند محرم اينجه د ۱۵ ميليونه ۳۴۰ ززه او ۳۲۱ رايو په ترلاسه کولو سره په دويم کتار کې ځای نيولې دی.
په ټاکنو کې د ولسمشرۍ لپاره د خلکو د ډيموکراسۍ ګوند نوماند صلاح الدين ديمير تاش بيا ۴ ميليونه ۲۰۵زره ۹۷۴ رايو په ترلاسه کولو سره په دريم ، د ښه ګوند نوماندې ميرال اقشنر د ۳ ميليونه او ۶۴۹ زره او ۱۰۳۰ رايو په ترلاسه کولو سره په څلورم کتار کې ، د سعادت ګوند نوماند تيمل قره ملااوغلو د ۴۴۳ زره او ۷۰۴ رايو سره په پنځم کتار کې او د کمونست ګوند نوماند دوغو پيرينجيک د ۹۸ زره او ۹۵۵ رايو په ترلاسه کولو سره په شپږم کتار کې ځای نيولی دی.
په پارلماني ټاکنو کې بيا د عدالت او پراختيا ګوند د ۴۲ عشاريه ۵۶ سلنې رايو په ترلاسه کولو سره ۲۹۵ وکيلان، د جمهوريت خلق ګوند د ۲۲ عشاريه ۶۵ سلنې رايو په ترلاسه کولو سره ۱۴۶ وکيلان، د مليت پالو غورځنګ ګوند د ۱۱ عشاريه لس سلنې رايو په ترلاسه کولو سره ۴۹ وکيلان، د خلکو ديموکراسۍ ګوند د ۱۱ عشاريه ۷۰ سلنې رايو په ترلاسه کولو سره ۶۷ وکيلان او ښه ګوند بيا د ۹عشاريه ۹۶ سلنې رايو په ترلاسه کولو سره ۴۳ وکيلان ملې شورا ته استولي دي.
پدې ډول رجب طيب اردوغان د ترکيې جمهوريت د ولسمشر په ټوګه ټاکل شوی دی.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله