د نړۍ د ګوټ ګوټ نه ولسمشر اردوغان ته د مبارکۍ پیغامونه راروان دي

د نړۍ مشرانو ولسمشر رجب طیب اردوغان ته  په ټولټاکنو کې د ستر بري له امله مبارکي وویله.

999449
د نړۍ د ګوټ ګوټ نه ولسمشر اردوغان ته د مبارکۍ پیغامونه راروان دي

د نړۍ مشرانو ولسمشر رجب طیب اردوغان ته  په ټولټاکنو کې د ستر بري له امله مبارکي وویله.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ولسمشر اردوغان ته یو ځل بیا  په غوڅ اکثریت  سره  د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو له امله د ټیلیفون په کرښه مبارکي وویله.

د اذربایجان ولسمشر الهام علیوف ولسمشر رجب طیب اردوغان ته  په ټاکنو کې د ستر بري له امله  مبارکي وویله.

د اذربایجان د ولسمشرۍ ماڼۍ  لخوا د خپرې شوې  خبرپاڼې له مخې  د نوموړي هیواد ولسمشر الهام علیوف  ولسمشر اردوغان ته د ټيلیفون په کرښه په ټاکنو کې د ستر بري له امله مبارکي ورکړه.

د اذربایجان ولسمشر ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې د اردوغان په مشرۍ کې ترکیې  د اټکلونو نه هم  ډیر زیات  پرمختګ کړی دی. هغه ویلي دي چې  د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ددې ستر بري سره به ترکیې د اقتصادي برخې نه سربیره په سیاسي  او نړۍواله برخه کې  لا ستر بریالیتبونه  ترلاسه کړي. د ټاکنو دا پایلې به ترکیه  لا پسې قوي  کړي.

ولسمشر اردوغان د اذربایجان ولسمشر نه  د مبارکۍ له امله مننه وکړه.

همداشان د فلسطین ولسمشر محمد عباس ، د بوسنیا هیزګوینا د ولسمشرۍ د شورا ریس باقرعزت بیګویچ، د البانیا لومړي وزیر رادي راما، د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربن ته  د ټیلیفون په کرښه  د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ستر بري له امله مبارکي ویلې ده.

د روسیې ولسمشر پدې ټیلیفوني خبرو کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې  « ولسمشرۍ د ټاکنو  پایلې په ترکیه کې  د ولسمشر اردوغان په مشرۍ  د ادارې لخوا  د اقتصادي او ټولنیزو برخو سربیره  د بهرني سیاست  په برخه کې  د لا قوي ګامونو د پورته  کولو په اړه  او د ولسمشر اردوغان د مشرۍ نه د پوره ملاتړ کولو ښکاره  ثبوت  دی.  »

د ایران ولسمشر حسن روحاني  هم  ولسمشر اردوغان په ټولټاکنو کې د بري له امله مبارکي وویله.

د ایران ولسمشر  د ولسمشرۍ په رسمي ویبپاڼه کې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي

« د ولسمشرۍ په ټاکنو کې  د ستر بري  او د خپل ملت په حضور کې  د اعتماد د تازو کولو په مناسب تاسې  ذات عالي  ته  مبارکي وایم.»

همداشان  د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو هم  ولسمشر اردوغان ته  ددې ستر بري له امله  مبارکي وویله.

د وینزویلا ولسمشر  ولسمشر اردوغان ته د ټيلیفون په کرښه  د مبارکۍ د ورکولو نه سربیره  د ټولنیزې مډیا له لارې هم  یو پیغام خپور کړی دی.

هغه  د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې « د وینزویلا د ملت حقیقي ورور  او دوست ښاغلی اردوغان ! د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ددې ستر بري له امله  تاسې ته مبارکي وایم. »

همداشان  د اروپايي ټولنې  ویاند ورځنۍ خبري غونده کې  په ترکیه کې د ولسمشر اردوغان د بري په اړه وویل « ددې په هیله چې  ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ ترکیه ، د کډوالۍ، امنیت او سیمه ایز استقرار او ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په څیر په مهمو برخو کې  د اروپايي ټولنې سره  شراکت ته دوام  ورکړي . »

د بله پلوه د ناټو د سازمان سرمنشي  ینس  ستولتنبرګ  پ لوکزامبورګ کې  د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو د شورا د غونډې نه مخکې خبریالانو پوښتنې ځواب کړې. هغه وویل « ولسمشر اردوغان ته  یو ځل بیا د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو له امله مبارکي وایم. سربیره  پر دې  ترک ملت ته په ټولټاکنو کې  د ستر ګډون له امله مبارکي وایم. »

د بله پلوه  د جرمني  د فدرال حکومت ویاند ستیفن سیبرت د فدرال حکومت په استازیتوب په وینا کې وویل « پوره باور لري چې  د ترکیې نوی حکومت به د جرمني د فدرال حکومت سره په ګډه کار کولو ته دوام  ورکړي. زمونږ سره به همکاریو ته دوام  ورکړي. »

همداشان د کوسوا ولسمشر هاشم تاچي، د بحرین پاچا حمد بن عیسی الخلیفه او ولیعهد شهزاده سلمان بن حمد الخلیفه، د بیلاروس ولسمشر لوکاشینکو، د سومالیا ولسمشر محمد عبدالله فرماجو، بلغاریا لومړي وزیر بویکو بورسیو، اوکراین ولسمشر پترو پوروشینکو، قزاقزستان ولسمشر نورسلطان نظربایوف، قیرغیزستان ولسمشر سورونبایو شریفوویچ، شمالي قبرس ترک جمهوریت ولسمشر مصطفی اقنجي، مالیزیا د حکومت شریک  د خلکو د عدالت د ګوند مشر انور ابراهیم، عمان سلطان قابوس بن سید، د کینیا ولسمشر اوهوروکینیاتا، د ګرجستان ولسمشر جورجي مارګیولاشویلي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني ولسمشر اردوغان ته  په ټولټاکنو کې د ستر بري له امله د مبارکي ویلې ده .

همداشان  د اسلامي علماو د ټولنې عمومي  مشر علي قره داغي، د اسلامی علماو عمومي مشر یوسف القرضاوي د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ولسمشر  اردوغان د ترلاسه کړي بري له امله مبارکي ویلې ده .

په سوریه کې د اخوان المسلیمن عمومي ریس محمد ولید حکمت، د سوریې مخالفو او انقلابي ملي ایتلاف ریس عبدالرحمان مصطفی، د قطر د امیر  خور ، د قطر د امیر ورور جوان بن حمد الثاني د ټولنیزې مډیا له لارې د مبارکۍ پیغامونه خپاره کړي دي.

په تونس کې د نهضه د غورځنګ   ګوند، موریتانیايي سیاستوالو، روند اندو او ورځپاڼه چلوونکو، د سینیګال علماوو ولسمشر اردوغان ته ددې ستر بري له امله مبارکي ویلې ده.



اړوند خبرونه