ولسمشر اردوغان په استانبول کې رای ورکړه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د ولسمشرۍ او پارلماني  ټاکنو په خاطر خپله رای وکاروله.

998415
ولسمشر اردوغان په استانبول کې رای ورکړه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د ولسمشرۍ او پارلماني  ټاکنو په خاطر خپله رای وکاروله.

ولسمشر اردوغان خپله رای  د استانبول  د اوسکودار په ولسوالۍ کې  د سافیت چیبي په منځني ښوونځي کې  صندوق ته  وغورځوله.

ولسمشر اردوغان  د رای د اچولو نه وروسته  د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

ولسمشر اردوغان وویل  په ټولټاکنو کې د ګډون  کچه  ډیره  ښه  او لوړه ښکاري. ولسمشر اردوغان وویل « د ټول هیواد نه  ماته په راغلو راپورونو کې په ټاکنو کې د ګډون کچه  ډیره  لوړه ښودل شوې ده .»

 لکه څرنګه چې پوهیږۍ ددې ټاکنو سره په ترکیه کې حکومتي  سیستم تغیر مومي.

ولسمشر اردوغان وویل چې  د نوي  حکومتي سیستم  یعنې ریاستي  سیستم  سره په ترکیه  د معاصر مدنیت لوړې سويې ته د رسیدو په خاطر  ځان ته لا لوړ هدفونه وټاکي. هغه وویل چې د ټاکنو د پایلو یوه برخه به په استانبول او پاتې به په انقره کې  تعقیب کړي.

هغه وویل چې  تر اوسه پورې  د هیواد په کچه د ټاکنو په بهیر کې  کومه  لویه ستونزه  نده رامنځته شوې.



اړوند خبرونه