د ټولټاکنو د پایلو په اړه د ولسمشر اردوغان لومړنی غبرګون

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنو کې  د ستر بري نه وروسته  په استانبول کې  د بري وینا وکړه.

998885
د ټولټاکنو د پایلو په اړه د ولسمشر اردوغان لومړنی غبرګون

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنو کې  د ستر بري نه وروسته  په استانبول کې  د بري وینا وکړه.

ولسمشر اردوغان په استانبول کې د حوبر په ماڼۍ کې د ټولټاکنو پایلې واارزولې.

ولسمشر اردوغان وینا  کې داسې وویل ! د هر چا نه مخکې  د ټولو هیوادوالو نه چې د نړۍ په هر ګوټ کې وي  او قلب يي زمونږ  سره  وي  د زړه له کومې مننه کوم. د الله تبارک و تعالی نه  غواړم  چې  د جون د ۲۴ مې نیټې  ټولټاکنو  زمونږ هیواد او ټولو هیوادوالو لپاره د خیر او برکت  وسیله وګرځي.

لکه څرنګه چې پوهیږۍ  د ټولټاکنو غیرې رسمي پایلې اعلان شوې . زمونږ ملت  یو ځل بیا  د ولسمشرۍ  مسئولیت  او وظیفه ما ته  راوسپارله.

د ټولو نه  ډیره زیاته مننه کوم.

سربیره  پر دې  د عدالت او پراختیا ګوند ته  په مقننه برخه کې ډیر لوی  مسئولیت په اوږو  شو. پدې ټولټاکنو کې د ټولو هغه هیوادوالو نه چې  خپله رایې کارولې مننه کوم. ټولو هغه کسانو نه چې ماته ،د عدالت او پراختیا ګوند او جمهور ایتلاف ته رای ورکړې  مننه کوم.

غواړم  د هیواد په دننه او بهر کې خپلو هغه ورونو ته چې  د رایو په کارولو سره  يي خپل مسئولیت ادا کړی دی  داسې ووایم.

په ډیموکراسۍ کې  ټولټاکنې  په اصل کې د هر چا بری  دی. همداشان په ټولټاکنو کې  ګډون کوونکو د ولسمشرۍ نوماندانو او پارلمان کاندیدانو  د ټولو نه مننه کوم.

ددې په هیله چې  هیڅوک  د ټولټاکنو پر سیستم م او پایلو  د سیوري غوړولو  او ډیموکراسي ته د زیان  رسولو هڅه ونکړي.»

ولسمشر اردوغان وویل چې  د ټولټاکنو د پایلو  پیغام  ډیر  ښکاره  او غوڅ  دی. ترکیې نن په ټولټاکنو کې د ۹۰ سلنه  ګډون سره ټولې نړۍ ته  د ډیموکراسۍ بری  اعلان کړ.

یو ځل بیا  خپل ملت ته د جون د ۲۴ مې د دیموکراسۍ د بري له امله  مبارکي وایم.

د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون د ولایتونو، ولسوالۍ کارکوونکو، د رای ورکولو د مراکزو  د مشاهدانو پورې  د هر چا نه  د زړه له کومې مننه کوم. پدې برخه کې  د ټولو هغه کسانو نه چې  زمونږ سره  يي مرسته کړې  مننه کوم.

زمونږ  ملت  په ټولټاکنو کې خپل مسئولیت ادا کړی دی. ددینه وروسته  د ولسمشر او ملي شورا  د لا زیات کار کولو وخت  رارسیدلی دی.

لکه څرنګه چې پوهیږۍ  تر ننه پورې  زمونږ  د واکمنۍ  په موده کې چې  ۱۶ کاله کیږي  د چا د ژوند د بنې  ، جامو  او یا په بل څه کې مداخله نده شوې او ددینه وروسته به هم  چا ته د مداخلې حق ورنکړو.

همداشان  د ملت نه مو  د ترلاسه کړي  دې ستر ملاتړ سره  به  د هیواد  د پولو په دننه او بهر کې ترهګرو ته چې زمونږ هیواد ته ګواښ مخامخ کړي وي لا قوي  او غاښ ماتوونکی  ځواب ورکړو.

نوی  حکومتي سیستم به په ډیرې چټکۍ  او سرعت سره  نافذ او عملي کړو. زمونږ  یواځنی هدف هیواد د ۲۰۲۳ کال  اهدافو ته  رسول دي. ټولې هغه پروژې چې مونږ  يي د ملت سره  د عملي کولو ژمنه کړې ده  یوه یوه به  په ډیر دقت سره  عملي کړو.

مونږ چې دا هیواد مو  د کودتاچیانو ، بهرنیو لاسپوڅو، غلامانو  او جرمي  ډلو  نه د منګولو نه  ژغورلی  انشاالله چې د نړۍ په لسو لویو اقتصادونو کې به يي شامل کړو. تر هغه وخت  ارام او استراحت په مونږ  حرام  دی.

یو ځل بیا د ټولو هیوادوالو نه چې  دا د دیموکراسۍ  لوی بری  او ظفر يي زمونږ په برخه کې کړی دی  د زړه له کومې مننه کوم.



اړوند خبرونه