ترکیه د امریکا د اف ۳۵ ډوله الوتکو لومړنۍ تسلیم شوه

امریکا متحده ایالتونو ترکیې  ته  اف ۳۵ ډوله  پنځم نسل د نړۍ تر ټولو  پرمختللې الوتکې  چې په ډیرې پرمختللې تکنالوژۍ  ، رادار سیستم  او رادار نه د پټیدو په سیستم  سمبال دي  تسلیم کړې.

997095
ترکیه د امریکا د اف ۳۵ ډوله الوتکو  لومړنۍ تسلیم شوه

 امریکا متحده ایالتونو ترکیې  ته  اف ۳۵ ډوله  پنځم نسل د نړۍ تر ټولو  پرمختللې الوتکې  چې په ډیرې پرمختللې تکنالوژۍ  ، رادار سیستم  او رادار نه د پټیدو په سیستم  سمبال دي  تسلیم کړې.

ترکیې ته د نوموړو الوتکو د لومړنۍ د سپارولو په خاطر د امریکا د تکزاس ایالت د فورت ورت په ښار کې  د لوک هید مارتین د شرکت  په تاسیساتو کې  ځانګړي مراسم جوړ شوي وو.

پدې مراسمو کې  د ترکیې د دفاعي صنایعو د عمومي ریاست چارواکیو سربیره  ، په پروژه کې  دنده لرونکې ترکي شرکتونو استازو  او د لوک هید مارتین د شرکت جګپوړو چارواکیو ګډون کړی وو.

د ویلو ده چې  ترکیه د اف ۳۵ ډولو  د نړۍ د پرمختللو الوتکو  په پروګرام کې  د ۱۹۹۹ کلونو نه راپدیخوا شریک  دی  او پدې پروژه کې  د ترکیې د دفاعي صنایعو انجینیران فعاله ونډه لري.

د ۱۸-۰۰۰۱ شمیرې سره  لومړنۍ اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکه  ترکیې ته وسپارل شوه. دا الوتکه د امریکا د اریزونا په ایالت کې د لوک په هوايي هډه کې  د ترکي پیلوټانو او تخنیکرانو  په روزنیز پروګرام کې  ترینه استفاده کیږي.

همداشان  امریکا  به دویمه  اف ۳۵ ډوله الوتکه د راتلوونکو څو ورځو په دننه کې ترکیې ته وسپاري  او دریمه او څلورمه  بیا  د ۲۰۱۹ کال د مارچ په میاشت کې ترکیې ته تسلیم کړي. دا الوتکې به  د ترکي پیلوټانو د روزنیز پروګرام  د پایته رسیدو پورې په امریکا کې پاتې شي.

همداشان  پنځمه او شپږمه الوتکه به د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر په میاشت کې ترکیې ته وسپارل شي.

د ترکیې د دفاعي صنایعو د لوی ریاست مرستیال  سردار دیمیرایل ترکیې ته د اف ۳۵ ډوله الوتکې د سپارولو په اړه په جوړو شوو مراسمو کې وویل « ترکیه د اف ۳۵ ډوله الوتکو په پروګرام کې د فعاله ونډې  او شراکت له امله  افتخار کوي. »

هغه وویل چې  ددې  الوتکو د جوړولو په پروګرام کې ۹ هیوادونو په ګډه کار کړی دی. مونږ غواړو چې  ددې الوتکو سره  هم  خپله اړتیا پوره کړو  او هم  د نړۍ د سولې سره مرسته وکړو. »

د بله پلوه  د لوک هید مارتین د شرکت  ریس  او جګپوړي چارواکي  وویل چې ترکېې جمهوریت ته  د اف ۳۵ ډوله الوتکو د سپارولو له امله  افتخار کوي. هغه وویل چې  دا الوتکې چې  په ډیره پرمختللې تکنالوژۍ سمبالې دي  په لسګونو کلونه  د نړۍ د امنیت د ټینګولو په برخه کې مرسته وکړي.



اړوند خبرونه