د استانبول نوي د نړۍ تر ټولو لوی هوايي ډګر ته لومړی د ولسمشر اردوغان الوتکه ښکته شوه

په استانبول کې  جوړ شوی  د نړۍ تر ټولو لوی هوايي ډګر  ته  لومړی د  ولسمشر رجب طیب  اردوغان الوتکه  ښکته شوه.

997153
د استانبول نوي د نړۍ تر ټولو لوی هوايي ډګر ته لومړی د ولسمشر اردوغان الوتکه ښکته شوه
istanbul yeni havalimani3.jpg
istanbul yeni havalimani2.jpg
istanbul yeni havalimani1.jpg

په استانبول کې  جوړ شوی  د نړۍ تر ټولو لوی هوايي ډګر  ته  لومړی د  ولسمشر رجب طیب  اردوغان الوتکه  ښکته شوه.

د ویلو ده چې  د نوموړي هوايي ډګر  ساختماني چارې دوام لري. د هوايي ډګر  لومړنۍ  برخه  سرته  رسیدلې ده او انشاالله چې  د روان میلادي کال د اکتوبر په ۲۹ مه نیټه  د ترکیې د جمهوریت د کلیزې پر ورځ به  رسمآ پرانیستل شي.

د ترکیې د ولسمشر ( TC-ANK)  ځانګړې الوتکه  د نوي هوايي ډګر په ځغاست لیکه کې چې د ۳۷۵۰ مترو په اوږوالي  او د ۶۰ مترو  په سور  جوړه شوې ده  راښکته شوه.

د ولسمشر اردوغان نه  د استانبول په دریم  او د نړۍ تر ټولو په لوی هوايي دګر کې د هیواد د ټرانسپورت، سمندري چارو او معلوماتو وزیر احمد ارسلان، پیلوټانو او هوايي ډګر کارګرانو  هر کلی وکړ.

د بله پلوه  د هوايي ډګر د اور وژنې ډلو  د ولسمشر اردوغان د الوتکې نه  چې  د لومړنۍ الوتکې په توګه په هوايي دګر کې  راښکته شوه  د اوبو په شیندولو  هر کلی وکړ.

ولسمشر اردوغان په هوايي دګر کې د ښکته کیدو نه مخکې په الوتکه کې خبریالانو ته وویل چې « دادی نن  د یو ډیر شانداره  یو هوايي ډګر  د جوړیدو  شاهدي  او خوښي کوو. ددې هیواد  ډګر ټولو کارګران، مسئولینو، انجینیرانو، مهندسینو او هر هغه چا نه چې ددې هوایي  ډګر په جوړولو کې مرسته کړي  د زړه له کومې مننه کوم. په واقعیت سره  چې  ځغاست لیکې، څراغونو  او ترمینل  ودانۍ   بې ساري دي. ترکیه د یو ډیر مهم  او قیمتي  اثر  خاوند  شو. ددې په هیله چې دا هوايي ډګر  په پیل کې زمونږ  د ملت، هیواد  او وروسته د ټول بشریت  لپاره  د خیر او برکت  وسیله وګرځي. ددې ځایه  خپل ملت او ټولو وګړو ته  خپل احترامات وړاندې کوم.»

ولسمشر  اردوغان وویل چې  د نوموړي هوايي ډګر  د لومړنۍ برخې  چارې سرته رسیدلي دي چې انشاالله د اکتوبر په ۲۹ مه نیټه  د ترکيې جمهوریت د کلیزې پر ورځ به يي  رسمآ پرانیزو.

د استانبول  د دریم  هوايي ډګر  لومړنۍ  برخه  د ورځې د ۳۵۰۰ الوتکو د کیناستو او پورته کیدو، ۲۵ زره موټرو په ظرفیت د ۴۲ موټر پارکونو، ۴۲ کیلومتره د بګاژ سیستم، ۱۴۳ د مساپرو د پلونو، ۵ عشاریه ۵ میلیونه ټنه  د کارګو  او ۶۲ کیلومتره امنیتي کمربند په ظرفیت  جوړ شوی دی.

تمه کیږي چې دا هوايي ډګر د هیواد د اقتصاد سره ۷۳ میلیارده ډالره اقتصادي مرسته   وکړي  او ۲۲۵ زرو تنو ته پکې د کار زمینه برابره شي.   



اړوند خبرونه