د ترکیې وسله وال پوځ په لسګونو تنه ترهګر له منځه یوړل

د ترکیې وسله والو ځواکونو د جون په ۱۷ او ۱۸ مو نیټو د هوايي بریدونو سره پ ک ک ترهګري سازمان ته دروند ګوزار ورکړ

994777
د ترکیې وسله وال پوځ په لسګونو تنه ترهګر له منځه یوړل

د ترکیې وسله والو ځواکونو  د جون په ۱۷ او ۱۸ مو نیټو د عراق په شمال کې  او د ترکیې د دیارباقر او شرناق په ولایتونو کې په ترسره کړو عملیاتو کې  د ۲۶ تنو ترهګرو د لمنځه وړولو نه خبر ورکړی دی.

د لوی درستیزوالۍ د رسنیو د دفتر لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي دي چې  د جون په ۱۷ او ۱۸ مو نیټو  د عراق په شمال کې د اواشین باسیان په سیمه  او د ترکیې د دیارباقر ولایت د خاني  او د شرناق ولایت د سیلوپي په ولسوالیو کې د پ ک ک ترهګرې ډلې په پټنځایونو  د ترسره شوو هوايي بریدونو په پایله کې لږ تر لږه  ۲۶ تنه ترهګر له منځه وړل شوي دي.

په بیان کې راغلي دي چې  د نوموړو هوايي بریدونو په ترڅ کې  د پ ک ک ترهګري سازمان  اړوند  یو زیات شمیر د وسلو او مهماتو ډیپوګان، پتنځایونه، موضعګانې او د تجمع  مرکزونه  له منځه وړل شوي دي.



اړوند خبرونه