د ترکېې وسله وال پوځ  لخوا د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه  دوام  لري.

ترکېې هوايي ځواکونو د عراق په شمال کې د ترهګرو په پټنځایونو درانده بریدونه وکړل

986951
د ترکېې وسله وال پوځ  لخوا د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه  دوام  لري.

د ترکېې وسله وال پوځ  لخوا د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه  دوام  لري.

د ترکېې  د هوايي ځواکونو اړوند  اف ۱۶ جنګي الوتکو  د عراق په شمال کې  د ترهګرو په پټن ځایونو او کمپونو  درانده  هوايي بریدونه وکړل.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  د ترکیې جنګي الوتکو د عراق په شمال کې د هارکوک، ګارا، متینا،زپ قندیل او اواشین  په سیمو کې  د پ ک ک ترهګرې ډلې په مرکزونو او پټنځایونو  درانده بریدونه وکړل.

د بریدونو په ترڅ کې  لږ تر لږه   ۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۶ هدفونه  لمنځه وړل شوي دي.

د ویلو ده چې  د ترکېې ولسمشر رجب طیب اردوغان  پرون ماښام په زونګولداق  ولایت کې  راټولو شوو  په زرګونو تنو ته په وینا کې وویل « دا دې وار د عراق په شمال کې د قندیل  د سیمې  راورسید. زما هیواد چې هر څوک وګواښي او یا تهدید ورته  مخامخ  کړي  که هر څوک  وي او په هر ځای کې وي  مونږ  يي  نه پریږدو. که هر چیرې وي  هلته يي  له منځه وړو. »

د ولسمشر اردوغان ددې څرګندونو نه  سمدلاسه وروسته  د عراق په شمال کې  د ترهګرو په پټنځایونو  درانده  بریدونه وشول.



اړوند خبرونه