ترکیې په افغانستان کې په دیني عالمانو ځانمرګی برید په کلکو ټکو وغنده
ترکیې د افغانستان په پلازمینه کابل کې تیره ورځ په دیني عالمانو د برید په اړه سخت غبرګون څرګند کړ.
ترکیې د افغانستان په پلازمینه کابل کې تیره ورځ په دیني عالمانو د برید په اړه سخت غبرګون څرګند کړ.
د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت تیره ورځ په کابل کې په دیني عالمانو د ځانمرګي برید په اړه د خواشینۍ پیغام خپور کړ.
په پيغام کې راغلي دي چې په ډیرې خواشینۍ سره مو پرون د افغانستان په پلازمینه کابل کې د دیني عالمانو په غونډه د ځانمرګي برید چې په ترڅ کې ګن شمیر بې ګناه او معصومو انسانانو ته مرګ ژوبله اوښتې خبر ترلاسه کړ.
ترکیه دا وحشتي او ضد انساني ترهګری برید په کلکو ټکو غندي او د پيښې قربانیانو ته د الله د دربار څخه د رحمت او مغرت ، ټپیانو ته د عاجلې شفاء، د دوست او ورور هیواد افغانستان حکومت او ملت ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي. د ورور هیواد افغانستان ملت او د قربانیانو کورنیو ته د صبر جمیل غوښتنه کوي.
د یادولو وړ ده چې تیره ورځ په پلازمینه کابل کې د علماو د شورا لخوا جوړه شوي د دیني عالمانو په غونډه ځانمرګی برید وشو چې له امله يي ۱۴ تنه مړه او ۱۸ تنه نور ټپیان شول.
د ویلو ده چې پدې غونډه کې د ټول هیواد نه نږدې ۳۰۰۰ تنو دیني عالمانو ګډون کړی وو. دیني عالمانو د تیرې ورځې په غونډه کې په هیواد کې روانه جګړه نارواء وبلله او د فتوا په صادرولو سره يي د دواړو خواوو نه د هر څه ژر اوربند کولو غوښتنه وکړه.
دیني عالمانو لخوا په خپره شوې فتوا کې ویل شوي دي چې په افغانستان کې روانه جګړه هیڅډول دیني صبغه نلري چې د همدې امله نارواء جګړه ده.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله