د عراق په شمال كې د تركيې احتمالي عمليات

د بوزداغ په وينا چېرې چې ترهګر وي او د تركيې پر وړاندې خطر رامنځته كوي، هغه د تركيې د وسله وال پوځ د عملياتو هدف دى.

985783
د عراق په شمال كې د تركيې احتمالي عمليات

 

د تركيې د لومړي وزير مرستيال او د حكومت وياند بكر بوزداغ څرګنده كړه چې د عراق په شمال كې د قنديل د غرونو په لمنه كې د جدايي غوښتونكې ترهګرې ډلې پې كا كا پر وړاندې د تركيې نظامي عمليات به په نږدې وخت كې پيل شي.

بوزداغ په هېواد كې د ټاكنو نه وړاندې د وزيرانو د شورا د وروستۍ غونډې تر پاى وروسته يې په خبري غونډه كې د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه وويل.

بوزداغ څرګنده كړه چې تركي پوځ به په لوى احتمال سره د عراق په شمال كې د پې كا كا سره د مبارزې په موخه د قنديل غرونو ته ننوځي.

د بوزداغ په وينا چېرې چې ترهګر وي او د تركيې پر وړاندې خطر رامنځته كوي، هغه د تركيې د وسله وال پوځ د عملياتو هدف دى.


پيوندونه: #د وزيرانو شورا

اړوند خبرونه