د تركيې د ملي امنيت شورا پاى ته ورسېدله.

د ملي امنيت د شورا لخوا په خپره شوې اعلاميه كې راغلي دي چې له ترهګرو ډلو ملاتړ كونكو هېوادونه دې د نړيوالو قوانينو په نظر كې نيولو سره اقدام وكړي.

982567
د تركيې د ملي امنيت شورا پاى ته ورسېدله.

 

 

د ملي امنيت امنيت د شورا غونډه چې د ولسمشر رجب طيب اردوغان په مشرۍ جوړه شوې وه، پاى ته ورسېدله. د غونډې د پاى په اعلاميه كې راغلي دي چې د اژې او مديترانې به سمندرګيو كې د پارونكو حركتونو پر وړاندې به تركيه د خپلو حقونو د ساتنې په موخه هر ډول اقدام وكړي.

په اعلاميه كې همداراز له ترهګرو ډلو پر ملاتړ كونكو هېوادونو باندې غږ شوى دى چې د نړيوالو قوانينو په نظر كې نيولو سره دې له ترهګرۍ له ملاتړه لاس واخلي.

په اعلاميه كې همداراز راغلي دي چې د بيت المقدس د چارو په اړه هم بحث وشو. تركيه به په هره برخه كې د فلسطين د خلكو له دعوا دفاع وكړي.



اړوند خبرونه