په ترکیه کې لسګونو تنه  ناقانونه  افغان کډوال ونیول شول

په ترکیه کې یو ځل بیا په لسګونو تنه  ناقانونه  افغان کډوال ونیول شول.

978832
په ترکیه کې لسګونو تنه  ناقانونه  افغان کډوال ونیول شول

په ترکیه کې یو ځل بیا په لسګونو تنه  ناقانونه  افغان کډوال ونیول شول.

د ترلاسه شوي رپوټ له مخې  د ترکیې د وان ولایت د باش قلعه په ولسوالۍ کې  ۳۳ تنه ناقانونه افغان کډوال چې  د قاچاقي  لارو څخه ترکیې ته راننوتي  وو ونیول شول.

د وان ولایت امنیتي سرچینو ویلي دي چې  یاد شوي کسان  د باش قلعه ولسوالۍ د اوندرسرت  په سیمه کې هله ونیول شول چې غوښتل يي  نورو ښارونو ته  سفر وکړي .

د باش قلعه ولسوالۍ د ژاندارم  قومندانۍ  ویلي دي چې نیول شوي  کسان  د افغانستان وګړي  چې  ۸ تنه يي ماشومان دي.

نیول شوي کسان  د صحي معاینې نه وروسته  د وان ولایت  د امنیې قومندانۍ  د بهرنیو وګړو  څانګې ته وسپارل شول.

نیول شوو کډوالو سره د خوړو او جامو د مرستې نه وروسته  د کډوالو د بیرته ستنولو مرکز ته  وسپارل شول.



اړوند خبرونه