اردوغان : ټوله نړۍ باید د اټومي وسلو نه پاکه کړی شي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ټوله نړۍ باید د اټومي وسلو نه  پاکه کړې شي.

976144
اردوغان : ټوله نړۍ باید د اټومي وسلو نه پاکه کړی شي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ټوله نړۍ باید د اټومي وسلو نه  پاکه کړې شي. اټومي وسلې په ټوله نړۍ کې باید له منځه یوړل شي .

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې  د عدالت او پراختیا ګوند  په عمومي مرکز کې  د هیواد سفیرانو سره  په روژه ماتې  وکړې.

ولسمشر اردوغان دلته خپله وینا کې وویل چې نن  ورځ  لویدیځو هیوادونو د غوره کړي پاپولیزم پر بڼسټ  ولاړو داخلي  او خارجي  سیاستونو سره  د هرې ورځې په تیریدو سره  نړۍ لا زیات  د حسارت  لاندې  نیسي.

ولسمشر اردوغان وویل دا ډول  سیاستونه نړۍوالې سولې او ثبات ته ښکاره  ضرر رسوي. پدې برخه کې  د ایران د اټومي تړون  او د بیت المقدس  مسلې نه  د مثال په توګه  یادونه کولی شو.

ولسمشر اردوغان وویل د اټومي انرژۍ نه د سوله ایزو موخو په برخه کې ګټه پورته کول د هر هیواد  مسلم  حق  دی. لکه څرنګه چې ترکیه د سوله ایزو موخو په خاطر پدې برخه کې هلې ځلې کوي. د همدې امله  مونږ  پدې باور یو چې  هیوادونه    باید  پدې برخه کې  یو بل ته  درناوی وکړي.

هغه وویل لکه څرنګه چې د نړۍ په ۳۱ هیوادونو کې  ۴۵۰ د اټومي انرژۍ بټۍ  شتون لري  او دا بټۍ زمونږ لپاره تهدید ندی  د قوي کنټرول  په صورت کې نورو ته هم  تهدید نه جوړوي.

ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل چې  زمونږ هیواد، سیمې او نړۍ لپاره اصلي تهدید اټومي  وسلې دي. د هر څه نه مخکې  منځني ختیځ سیمه  باید  ددې بلا او تهدید نه  پاک کړی شي  او ټوله نړۍ باید ددې تهدید نه  وژغورل شي. ټوله نړۍ ددې تهدید نه پاکه کړی شي.

ولسمشر اردوغان په لویدیځې نړۍ د سختې نیوکې سره وویل « تاسې وګورۍ دا هیوادونه تر ۱۵ زرو ډیر اټومي بمونه لري. خو که  بل کوم هیواد د اټومي وسلې د جوړولو  هڅه وکړه  دا د هغوې لپاره  تر ټولو  ستر ګواښ  وي. ایا تاسې  او ستاسې  اټومي وسلې د نورو لپاره  تهدید  ندی؟

که  چیرې  عادلانه  چلند وکړو  او د عدالت نه کار واخلو د هغه هیوادونو لخوا  چې د نورو هیوادونو  اټومي  بټیو نه  د تهدید په توګه یادونه کوي  او نړۍ ته غواړي چې  دوې د ګواښ په توګه  معرفي کړي  ددوې  دا ځلې ځلې  هیڅ ګټه نه کوي.ځکه چې څوک  پرې  باور نکوي.

ولسمشر اردوغان وویل چې مونږ  د ترکیې په توګه  د ایران د اټومي پروګرام  مسله  چې  حل شوې وه  له سره  د راسپړدو  سره  سخت مخالف یو.

ولسمشر اردوغان  د ایران د اټومي تړون  د پریکړې نه  د نورو اروپايي هیوادونو د نه وتو نه هر کلی وکړ او دا يي د نیک ګام  په توګه وازو.

هغه وویل چې مونږ د ترکیې په توګه  د امریکا ددې پریکړې سره  سخت مخالف یو.



اړوند خبرونه