ترکیې  په پاکستان  ۳۰ اټاک  جنګي چورلکې  وپلورلې.

پاکستان د ترکیې نه ۳۰ اټاک جنګي چورلکې او ۴ جنګي بیړۍ وپیرودې

973895
ترکیې  په پاکستان  ۳۰ اټاک  جنګي چورلکې  وپلورلې.

ترکیې  په پاکستان  ۳۰ اټاک  جنګي چورلکې  وپلورلې.

پاکستان  د ترکیې نه د ۳۰ اټاک جنګي الوتکو د رانیولو په خاطر د ترکیې سره  قرارداد لاسلیک کړ.

دا د ترکیې په تاریخ کې  د دفاعي  صنایع  تر ټولو  ستر  صادرات  دي.

د ترکیې د دفاعي  صنایع مستشار  پروفیسور ډاکټر  اسماعیل دیمیر  ویلي دي چې  د اټاک چورلکو د صادراتو  په برخه کې  تړون به په راتلوونکو ورځو کې  اعلان کړي.

هغه ویلي دي چې ترکیې  د یو نیم میلیاردو ډالرو په ارزښت  په پاکستان  ۳۰ اټاک جنګي چورلکې پلورلي دي. تمه کیږي  چې  پدې اړه تړون  د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو په ګډون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې لاسلیک کړی شي.

د پاکستان  د صنایع او تولیداتو وزیر  په ۲۰۱۷ کال کې د ترکیې نه د ۳۰ جنګي اټاک  تعرضي چورلکو  او  ۴ جنګي  کښتۍ  د رانیولو  غوښتنه کړې وه. پدې اړه د ترکیې او پاکستان ترمنځه هوکړه وشوه.

همداشان د پاکستان  لومړي وزیر خاقان عباسي  پخپله  د اټاک الوتکه  امتحان کړې وه  او ویلي وو چې  هر څه ژر به پدې اړه د ترکیې سره  په تفاهم  ورسیږي.



اړوند خبرونه