د اسراييلو لومړي وزير ته د اردوغان غاښ ماتونكى ځواب
اردوغان نتانياهو ته: لاسونه دې د فلسطينيانو په وينو ككړ دي!
ولسمشر رجب طيب اردوغان په ټولنيزه مېډيا كې د اسراييلو د لومړي وزير بنيامين نتانياهو لخوا دده په اړه غير واقعي ادعاګانو په ځواب كې وويل چې لاسونه دې د فلسطينيانو په وينو ككړ دي.
اردوغان د خپل رسمي ټويټر له حسابه څرګنده كړه چې نتانياهو د بې دفاع فلسطينيانو پر خاورې د يرغلګر دولت لومړى وزير دى.
اردوغان په خپل پيغام كې ليكلي دي چې `` نتانياهو د داسې توكمپالي دولت لومړى وزير دى چې د بې دفاع فلسطينيانو پر خاورې باندې يې يرغل كړى دى او د ملګرو ملتونو د پرېكړو سره سره يې د ۶۰ كلونو راهيسې په خپله ولكه كې ساتلى دى. د نتانياهو لاسونه د فلسطينيانو په وينو ككړ دي او دا پر تركيې د لفظي بريدونو په واسطه نشي پټولى. آيا غواړې چې د انسانيت په اړه درس واخلې؟ د ( تورات) لس امرونه ولوله.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله