په ترکیه کې بهرنیو زده  کونکو ته د اردوغان زېری

ولسمشر رجب طیب اردوغان په استانبول کې د نړیوالو زده کونکو په غونډه کې په ترکیه کې په زده کړو د بوختو بهرنیو زده کونکو لپاره د مهمو اسانتیاو د رامنځته کولو زېری ورکړ.

969397
په ترکیه کې بهرنیو زده  کونکو ته د اردوغان زېری

 

ولسمشر رجب طیب اردوغان په استانبول کې د نړیوالو زده کونکو په غونډه کې په ترکیه کې په زده کړو د بوختو بهرنیو زده کونکو لپاره د مهمو اسانتیاو د رامنځته کولو زېری ورکړ.

په ترکیه کې په زده کړو د بوختو بهرنیو زده کونکو تر ټولو لویه ستونزه د اقامې اخیستل او تمدید و. ولسمشر اردوغان څرګنده کړه چې تر دې وروسته به د اقامې د اخیستلو او تمدید صلاحیت د کډوالو د ادارې پر ځای د اړوندو پوهنتونونو پر غاړه وي.

اردوغان زیاته کړه چې اوسمهال شاوخوا ۱۱۵ زره بهرني زده کونکي په ترکیه کې په زده کړو بوخت دي. حکومت په پام کې لري چې دا شمېره ۳۵۰ زرو ته لوړه کړي. پدې ډول به  ترکیه په نړۍ د هغو پینځو هېوادونو په کتار کې شامله شي چې تر ټولو زیاتو بهرنیو زده کونکو ته یې د  زده کړې امکانات برابر کړي دي.

د کار کولو اجازه

تر دې وړاندې د بهرنیو زده کونکو لپاره په ترکیه کې د کار کولو اجازه نه وه. هغو زده کونکو چې په ترکیه کې یې زده کړې بشپړې کړې وې مجبور و چې خپلو هېوادونو ته لاړ شي او د شپږو میاشتو په موده کې په خپلو هېوادونو کې د ترکیې سفارتونو ته د کار د ویزې لپاره مراجعه وکړي. ولسمشر اردوغان زده کونکو ته زېری ورکړ چې تر فراغت وروسته کولای شي چې په مستقیم ډول په ترکیه کې د کار کولو لپاره د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته مراجعه وکړي.

پدې ډول دا اقدامات به په ترکیه کې د مېشتو زده کونکو او فارغینو یو لړ ستونزې اوارې کړي.



اړوند خبرونه