د ترکیې ولسمشر د روسیې د ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې وکړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره  د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.

968368
د ترکیې ولسمشر د روسیې د ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې وکړې

 د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره  د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ  د معلوماتو له مخې  ولسمشر اردوغان د روسیې فدراسیون ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټيلیفوني خبرې وکړې.

د نوموړو خبرو اصلي  موضوع  د امریکا لخوا  د ایران سره د لاسلیک کړي اټومي تړون نه د وتو مسله وه.

ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل چې  د امریکا لخوا د ایران سره د لاسلیک کړي تړون نه وتل  یوه لویه  خطا  ده. دا تړون باید  حفظ شوی وی ځکه چې  د یو ستر ډیپلوماتیک موفقیت  په پایله کې  رامنځته شوی وو.

د روسیې ولسمشر هم  په امریکا  د تړون نه د وتو له امله  نیوکه وکړه  او وویل چې  دا تړون د سیمې د امنیت لپاره هم  ډیر مهم وو.

ولسمشر اردوغان  او پوتین  د ایران د مسلې سربیره د سوریې په وروستیو پرمختګونو هم خبرې وکړې.

د ترکیې او روسیې ولسمشرانو  پدې وروستیو ورځو کې په سوریه کې د رامنځته شوي تاوتریخوالي  په اړه  ژوره اندیښنه څرګنده کړه.

ولسمشر اردوغان  پدې ټیلیفوني خبرو کې  ولادیمیر پوتین  ته  د څلورم ځل لپاره د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو  او د مې په ۷ مه نیټه  د لوړې په کولو سره  په رسمي توګه د دندې د پيلولو له امله مبارکي وویله.

د ویلو ده چې ولسمشر اردوغان  د پوتین نه مخکې  د ایران د ولسمشر حسن روحاني سره  د ټيلیفون په کرښه خبرې کړې وې.

ولسمشر اردوغان  د خپل ایراني سیال سره په ټيلیفوني خبرو کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې  ترکیه د ایران د اټومي تړون نه  قوي ملاتړ کوي.

ولسمشر اردوغان ترکیه  د امریکا لخوا د تړون نه د  وتو پریکړه  یوه ستره اشتباه بولي  او د تړون د حفاظت نه  ملاتړ کوي.

همداشان  د ترکیې او ایران ولسمشرانو  د اقتصادي مسلو په اړه هم خبرې وکړې. دواړو مشرانو  د اقتصادي اړیکو په  لا پرمختګ  ټینګار وکړ.



اړوند خبرونه