اردوغان په فرانسه کې د قرانکریم پر خلاف خپور شوي بیان په اړه سخت غبرګون وښود

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په فرانسه کې د قرانکریم پر خلاف  د خپور شوي بیان  په اړه  ډیر سخت غبرګون وښود.

966356
اردوغان په فرانسه کې د قرانکریم پر خلاف  خپور شوي بیان په اړه سخت غبرګون وښود

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په فرانسه کې د قرانکریم پر خلاف  د خپور شوي بیان  په اړه  ډیر سخت غبرګون وښود.

ولسمشر اردوغان  په ملي شورا کې  د عدالت او پراختیا واکمن ګوند غونډې ته وینا وکړه.

ولسمشر اردوغان  په وینا کې  په فرانسه کې د پخواني ولسمشر نیکولاس سرکوزي ، پخوانیو وزیرانو، سیاستوالو ، لیکولانو  او د یهودي او مسیحي ټولنو د استازو په ګډون  د ۳۰۰ تنو لخوا د ګډ بیان په خپرولو سره  د قرانکریم نه د بعضو ایتونو د ویستو د غوښتنې په اړه  ډیر سخت غبرګون وښود.

ولسمشر اردوغان وویل « په فرانسه کې  بعضو ځان ورکو او جاهلانو  د قرانکریم نه د بعضو ایتونو د ویستو په خاطر  ګډ بیان  خپور کړی دی. زه ددې  جاهلانو او ځان ورکو نه پوښتنه کوم چې آیا په خپلو عمر کې خپل سپڅلي کتابونه  انجیل، توران او یا زبور  خلاص کړی  او لوستی  دی؟ که چیرې خپل سپڅلي کتابونه يي  لوستي  وی  نن به يي د هغه نه هم  د بعضو برخو د ویستو غوښتنه کړي وی.»

ولسمشر اردوغان په لویديځۍ نړۍ غږ وکړ « ای لویدیځې نړۍ! که چیرې  تاسې هر څومره  زمونږ  په مقدس  کتاب  بریدونه وکړۍ  پدې ډیر ښه پوه شۍ  چې مونږ ستاسې په مقدس کتابونو برید نه کوو  خو تاسې ته  به  خامخا  ماتې درکړو. تاسې به ددې مقام نه راښکته کړو.  پدې ډیر ښه پوه شۍ. تاسو  څوک  یاست  چې  زمونږ  په مقدساتو  برید کوئ. مونږ  پدې  ډیر ښه پوهیږو  چې  تاسې په کومه اندازه  پست فطرته انسانان  یاست.    



اړوند خبرونه