د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ازبکستان نه وروسته سویلي کوریا ته سفر وکړ.
ولسمشر اردوغان سویلي کوریا ته سفر وکړ
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ازبکستان نه وروسته سویلي کوریا ته سفر وکړ.
ولسمشر اردوغان تیره شپه د سویلي کوریا پلازمینې سیول ته ورسید.
د سویلي کوریا ولسمشر مون جای این د ولسمشر رجب طیب اردوغان نه د ولسمشرۍ ماڼۍ کې د رسمي مراسمو په ترڅ کې هر کلی وکړ.
وروسته دواړو ولسمشرانو دوه په دوه لیدنه وکړه. دوه په دوه لیدنې نږدې یو ساعت دوام پیدا کړ.
ولسمشر اردوغان د کوربه هیواد د ولسمشر سره د دوه په دوه لیدنې نه وروسته د هیتانو ترمنځه په لیدنه کې ګډون وکړ.
د هیتانو ترمنځه د لیدنې نه وروسته دواړو مشرانو په ګډه خبري غونډه کې برخه واخیسته.
ولسمشر اردوغان خبري غونډې ته خپله وینا د سویلي کوریا د ولسمشر نه د ډیرې ښې میلمه پالنې او قدردانۍ له امله په مننې سره پیل کړه.
ولسمشر اردوغان وویل « د هر څه نه مخکې غواړم چې د خپل ځان او خپل ملت په استازیتوب سویلي کوریا ته د شمالي کوریا سره د سولې د مذاکراتو د پیلولو له امله چې د نړۍ د سولې او ثبات سره جدي مرسته کوي مبارکي وړاندې کړم.ځکه چې د سویلي او شمالي کوریا د مشرانو دې لیدنې د نړۍ اندیښنې او ډار له منځه یوړ. همداشان په ډیر بریالیتوب سره ددې لیدنې د ترسره کولو له امله شخصآ د سویلي کوریا ولسمشر ته مبارکي وایم. ددې په هیله چې د سولې او ثبات په خاطر دا اقدام په همدې شان دوام وکړي. »
ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې د ترکیې په توګه پدې بهیر کې هر ډول مرستې ته تیار یو.
ولسمشر اردوغان وویل لکه څرنګه چې ټول پوهیږي د ترکیې او سویلي کوریا ترمنځه اړیکي په ځانګړې توګه پدې وروستیو کلونو کې په ډیرې ښې سویه کې قرار لري او زمونږ ترمنځه سوداګریز حجم ۷ عشاریه ۵ میلیاردو ډالرو ته رسیدلی دی خو مونږ دا رقم کافي نه بولو. غواړو چې زمونږ ترمنځه د سوداګریم حجم لا لوړې سویې ته ورسیږي. ځکه چې دواړه هیوادونه هم د نفوس له پلوه او هم د جي شل په سازمان کې د پرمختګ په حال کې هیوادونه دي .
دم ګړۍ د دواړو هیوادونو نفوس ۱۳۲ میلیونه دی. دې نفوس ته په کتو سره زمونږ ترمنځه سوداګریز حجم ډیر کم دی. دا رقم باید لږ تر لږه د لسو او ۱۵ میلیاردو ډالرو ترمنځه وي. په ځانګړې توګه د دفاعي صنایعو او ټکنالوژۍ په برخه کې باید قوي همکاري ولرو.
د ویلو ده چې د ولسمشر اردوغان سره پدې سفر کې د لومړي وزیر مرستیال حاکان چوش اوغلو، ستر درستیز ستر جنرال خلوصي اکار، د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو، د علم صنایع او تکنالوژۍ وزیر فاروق اوزلو، د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر برات البیرق، د اقتصاد وزیر نیهات زیبکچي، د ګمرکاتو او تجارت وزیر بولنت توفنګچي، د کولتور او ګرځندوی وزیر نعمان کورتولموش او ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابراهیم قالن ملګرتیا کوي.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د لبنان د لومړی وزیر میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.